له افغانستان سره ۱۶ میلیارد ډالر مشروطه مرسته

د انځور حقوق AFP
Image caption د ناستې کوربه هېواد جاپان په تېره شنبه د افغانستان د بیارغنیزو چارو لپاره د درې میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د جاپان په توکیو کې د افغانستان په باب جوړ شوي کنفرانس کې له دغه هېواد سره د ۱۶ میلیارد ډالرو مشروطې مرستې پرسر خبرې وشوې.

د کنفرانس ګډونوالو او مرسته کوونکي هېوادونه وايي، دا مرستې په دې شرط مني، چې افغانستان کې به اداري فساد ختمېږي او ښه حکومت ولي به راځي.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم دغه کنفرانس ته ژمنه ورکړه، چې تر خپله وسه به د ښې حکومت ولۍ او د فساد له منځه وړلو هڅې ګړندۍ کړي.

په دې کنفرانس کې د نړۍ د اویا هېوادونو مشران او سازمانونو استازي ګډون لري.

په کنفرانس کې د ۲۰۱۴ تر پایه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له دغه هېواد سره د کېدونکو مرستو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

د ناستې کوربه هېواد جاپان په تېره شنبه د افغانستان د بیارغنیزو چارو لپاره د درې میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وویل چې د ولسي افغانانو په ژوند کې باید ښه والی راشي:

''افغانستان کې باید د اداري فساد له منځه وړلو او ښې حکومت ولۍ لپاره جدي هڅې وشي، د قانون پلی کول غښتلي شي او ټولو افغانانو، په تېره بیا ښځو ته د اقتصادي پراختیا اسانتیاوې برابرې شي.''

آغلې کلنټن دا هم ویلي چې له افغانستان سره ۱۶ میلیارد ډالر مرسته د راتلونکو څلورو کالو لپاره د افغانانو د اړتیاوو له منځه وړلو لپاره بیخي کفایت کوي.

دغه مرستې به د نړیوال بانک په مټ مرستندویه هېوادونه افغانستان ته ورکوي.

امریکايي چارواکي وايي، چې د اوباما ادارې د ۲۰۱۳ کال ترپایه په ملکي برخه کې له افغانستان سره له کانګرسه د دوه اعشاریه دوه میلیارد ډالر مرستې غوښتنه کړې ده.

کابل د نړیوالو له مرستو په کال کې یوازې د شپږ میلیارد ډالرو لګولو وس لري، چې په دې کې امنیتي لګښتونه نه راځي.

ولسمشر حامد کرزي په توکیو کې له نړیوالو مرستندویانو په ملکي برخه کې د کال د څلور میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړه:

"په تېرو لسو کالو کې د نړیوالې ټولنې په مرسته پر دې وتوانېدو چې د تېرو ناخوالو ویجاړۍ ورغوو او د افغانان ګڼې ستونزې حل کړو."

په شیکاګو کې د ناټو مخکني کنفرانس ګډونوالو د افغانستان له امنیتي برخې سره په راتلونکو کلونو کې د څلور میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

خو د توکیو کنفرانس ټول پام پر ملکي مرستو و.

ورته مطالب