توکیو کې د افغانستان د ملاتړ کنفرانس پیل شوی

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption ټاکل شوې دغه کنفرانس به نن پای ورسیږي، خو ولسمشر کرزی به راتلونکو دوو ورځو کې نور ځانګړي کتنې هم ولري.

په جاپان کې د شاوخوا اویا هېوادونو د مشرانو او سازمانونو د استازو نړیوال کنفرانس پیل شوی دی.

د کنفرانس ګډونوال تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د ملاتړ او کېدونکو مرستو پر څرنګوالي خبرې کوي.

په پام کې ده چې په دې ناسته کې به له افغانستان سره په راتلونکو څلورو کالو کې د ۱۶ میلیارد ډالرو مرستې موافقه وشي.

په داسې حال کې چې کابل له نړیوالو د نورو مرستو غوښتنه لري، خو نړیوال ددغو مرستو پر سمو لګولو شکمن دي.

د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د اورپکو د پیاوړي کېدو او د کورنۍ جګړې وېره هم شته.

ولسمشر حامد کرزي د توکیو کنفرانس په پرانیستونکې وینا کې وویل: "په تېرو لسو کالو کې د نړیوالې ټولنې په مرسته پر دې وتوانېدو چې د تېرو ناخوالو ویجاړۍ ورغوو او د افغانان ګڼې ستونزې حل کړو. "

نوموړي ګډونوالو هېوادونو او سازمانونو ته داهم وویل چې حکومت له اداري فساد سره د جدي مبارزې په لټه کې دی.

د توکیو کنفرانس ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن په ګډون د اویا هېوادونو مشران او سازمانونو استازي ورغلي دي.

په دغه کنفرانس کې به په ظاهري ډول د افغانستان د حکومته او مرستندویه هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وشي.

ځینو ګډون کوونکو هېوادونو لا له وړاندې ویلي وو په دې شرط له افغانستان سره مرسته کوي، چې په دغه هېواد کې اداري فساد، ښې حکومت ولۍ او د بشري حقونو لپاره جدي پاملرنه وشي.

تېره ورځ جاپان په راتلونکو شپږو کالو کې له افغانستان سره د درو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

جاپان

د انځور حقوق AFP
Image caption د جاپان لومړي وزیر یوشيهیکو نودا دغونډې په پرانیستې وینا کې وویل، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې کله نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، جاپان به خپلې مرستې له دغه هیواد سره روانې ساتي.

د جاپان لومړي وزیر یوشيهیکو نودا دغونډې په پرانیستې وینا کې وویل، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې کله نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، جاپان به خپلې مرستې له دغه هیواد سره روانې ساتي.

ښاغلي نودا وویل، نړیواله ټولنه دې دافغانستان له بیا رغونې سره مالي مرسته وکړي.

هغه دارنګه وویل، د توکیو کنفرانس د افغانستان د بیارغونې لپاره دژ منو ښه فرصت دی.

کرزی

افغانستان ولسمشر حامد کرزي غونډې ته په وینا کې وویل، تمه لري، چې له دغې غونډې نه د هغو پیسو ژمنې تر لاسه کړي، چې افغان حکومت یې له دغې غونډې تر لاسه کړي، خو ولسمشر کرزي د پیسو کچه مالومه نه کړه .

هغه دارنګه وویل، له خپلې ژمنې سره سم به د ولسمشرۍ په پاتې دوو کلونو کې به د ښیې حکومتوالۍ او دفساد په له منځه وړو کې ډیر هڅه کوي.

ولسمشر کرز ي په خپله وینا کې تر ډیر په دې ټینګار کاوو، چې د دواړو اړخونو افغانستان او نړیوالې ټولنې له ګډې همغږۍ پرته په افغانستان کې فساد نه شي ورکیدای.

ښاغلي کرزي وویل، چې نړیواله ټولنه دې خپلې مرستې په شفافیت سره ولګوي.

د سولې د خبرو په اړه حامد کرزي وویل، چې د سولې پروسه باید خپله افغانانو له خوا پرمخ یوړل شي، ځکه د ده په وینا که بل څوک یا هیواد یې مشري وکړي، پایلې به ونه لري.

بان کي مون

د افغانستان په اړه د توکیو نړیوالې غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي موون وویل، ته تیره لسیزه کې افغانستان په اقتصادي، ښوونیزو او بشري حقونو په برخه ښه پرمختګونه شوي دي، خو وايي لا هم په دغه هیواد کې ډیر کار ته اړتیا شته.

ښاغلي مون وویل، له ۲۰۱۴ کال وروسته نړیوال ټولنه باید افغانستان یواځې پرې نږدي.

Image caption حامد کرزي ګډونوالو هېوادونو او سازمانونو ته داهم وویل چې حکومت له اداري فساد سره د جدي مبارزې په لټه کې دی.

ښاغلي ټینګار کاوو، چې مرسته کونکي هیوادونو او افغانستان باید خپلې پخوانۍ کړې ژمنې پوره کړي.

هغه وویل، نړیواله ټولنه ژمنه ده، چې په راتلونکو لسو کلونو کې به، چې د بدولون دلسیزې په نوم سره نومول شې، خپلې مرستي په ټولو ډګرونو کې روانې وساتي.

کلنټن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیلرې کلنټن وویل، نړیوال ټولنه به تر ۲۰۱۵ کال پورې له افغانستان ۱۶ میلیارده ډالره مرسته وکړې.

اغلې کلنټن وویل، تمه لري، چې افغان حکومت به، همغسې چې ولسمشر حامد کرزي ژمنه کړی، اداري فساد له منځه یوسي او ښه حکومت والي رامنځ ته کړي.

ټاکل شوې دغه کنفرانس به نن پای ورسیږي، خو ولسمشر کرزی به راتلونکو دوو ورځو کې نور ځانګړي کتنې هم ولري.

ورته مطالب