طالبانو د ناروا جنسي اړیکو په تور یوه ښځه په ډزو وژلې

د پېښې عکس
Image caption تورنه ښځه په عام محضر کې په ډزو ویشتل شوې ده.

د پروان والي بصیر سالنګي وايي، د غوربند درې په شینواري سیمه کې طالبانو یوه ښځه له دوو طالبانو سره د ناروا جنسي اړیکو په تور وژلې ده.

نوموړی وايي، چې طالبانو خپل دوه هغه ملګري هم په عام محضر کې وژلي، چې له تورنې ښځې سره یې جنسي اړیکي لرل.

ښاغلي سالنګي بي بي سي ته د سرطان/چنګاښ پر ۱۸ مه وویل، طالبانو تورن کسان د غوربند په یوه عام محضر کې وژلي دي.

دی زیاتوي، چې د تورنو کسانو د وژنې پرمهال یو بل کس هم وژل شوی، خو د وژلو لامل یې لا نه دی روښانه شوی.

د پروان والي زیاتوي چې طالبانو دا کار په سیمه کې د خپل شتون د ښودلو په خاطر کړی دی.

بصیر سالنګي وايي، له پېښې وروسته سیمې ته امنيتي امنیتي ځواکونه تللي، خو د هغوی له رسېدا مخکې طالبانو غرونو ته پښې سپکې کړې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ددغو وژنو په اړه خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو دا کار یو "جنایت" بللی او سخت یې غندلی دی.

په اعلامیه کې د پېښې ثبت شوې وېدیو، چې پر "یوټیوب" وېبپاڼه هم خپره شوې ده، یو "وحشتناکه" عمل بللی دی.

د اعلامیې پربنسټ، طالبانو دا ښځه یوه اوونۍ مخکې وژلې ده.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون ددغې ښځې وژنه د سترې اندېښنې وړ بللې ده او له قضايي ارګانونو یې د عاملینو د موندلو او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

ددغه کمیسیون یوې غړې ثریا صبحرنګ بي بي سي ته وویل، هېڅوک د یوه چا د وژلو حق نه لري، که یوڅوک په یوه جرم تورنېږي، د قانوني بنسټونو له لوري یې باید قضیه وڅېړل شي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبانو تر خپلې واکمنۍ ړنګېدا وروسته د بدلمنۍ په تور ښځې وژلې دي.

تېر کال په کندوز ولایت کې یوه ښځه په ورته تور سنګسار (په تیږو ووژل) شوه.

ورته مطالب