افغان سرتېري خپل دوه ملګري په ډزو وژلي

افغان پولیس د انځور حقوق AP
Image caption دا په تېرو څو میاشتو کې لومړی ځل دی چې یو افغان پوځي خپل ملګري په ډزو له پښو غورځوي.

په سوېلي ولایت کندهار کې یوه افغان پوځي خپل دوه ملګري په ډزو سره ووژل او خپله په تېښته بریالی شو.

دغه پېښه تېره ورځ (يکشنبه/ جولای ۸) ددغه ولایت د میانشین ولسوالۍ مرکز په یوې پوځي اډې کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل د پېښې پخلی کوي او زیاتوي چي برید کوونکي وروسته له هغه د خپل ټوپک خوله پرخپلو دوو ملګرو ورواړوله او ډزې یې پرې وکړې چې په منځ کې یې لفظي شخړه رامنځ ته شوې وه.

فیصل دا هم وایي چې برید کوونکی په تېښته بریالی شوی چې دده په ټکو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

که څه هم د روان کال په اوږدو کې ګڼ بهرني پوځیان د خپلو افغان ملګرو له خوا په نښه شوي، خو دا په تېرو څو میاشتو کې لومړی ځل دی چې یو افغان پوځي خپل ملګري په ډزو له پښو غورځوي.

وسله وال طالبان وایي چې برید کوونکی افغان پوځي له دوی سره یوځای شوی دی.

ددغې ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې په دې برید کې پر څلورو بهرنیو پوځیانو سربېره ګڼ افغان پوځیان هم وژل شوي دي.

بل خوا، پرون (یکشنبه) د افغانستان په ختيځ کې شپږ امریکايي سرتېري د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي.

همداشان، یو بل بهرنی سرتېری هم وژل شوی، خو هویت یې نه دی په ډاګه شوی.

د چاودنې دقیق ځای نه دی ښودل شوی.

ورته مطالب