وسله والو د غزني د څارنوالۍ رییس وژلی

غزنی د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption په دې وروستیو کې غزني کې د ناامنیو پېښې بیا ډېرې شوې دي.

د افغانستان په غزني ولایت کې د دغه ولایت د څارنوالۍ رییس سید سحرګل نن سهار له کوره ددفتر پر لور په ګاډي کې وسله والو په ډزو وژلی دی.

د غزني د ملکي روغتون رییس ډاکټر بازمحمد همت وايي، پېښه نن سهار د غزني ښار ته څېرمه په نواباد سیمه کې شوې ده.

نوموړی وايي، په ډزو پر لار یوه زده کوونکې هم ټپي شوې ده.

ډاکټر بازمحمد زیاتوي، چې د سحرګل مړی ددوی روغتون ته ور وړل شوی دی.

په دې اړه د غزني سیمه ییزو چارواکو لا څه نه دي ویلي.

د غزني د والي مرستیال محمد علي محمدي وايي، پر سحرګل له یوه سراچې وسله والو ډزې کړې دي.

طالبانو ځینو رسنیو ته د سحرګل د وژلو مسؤولیت منلې دی.

سحرګل نژدې دوه کاله مخکې د غزني د څارنوالۍ رییس شو، چې ترې وړاندې هم د څارنوالۍ مامور پاتې شوی دی.

دی وړاندې څه موده ناپېژاندو وسله والو تښتولی و، چې بیا وروسته راخوشی شو.

نوموړی د غزني ښار د ''بقاول'' سیمې اوسېدونکی دی.

ورته مطالب