کرزی: طالبانو په لومړي ځل د سولې خبرې منلې

کرزی د انځور حقوق
Image caption ولسمشر وویل، دوه میاشتې وړاندې یو پلاوی هم د ګوانتانامو زندان ته د زندانیانو د لیدو لپاره استولی و او طالب بندیانو سره یې خبرې هم کړي دي.

ولسمشر حامد کرزي ومنله، چې د لومړي ځل لپاره د طالبانو لوړپوړي پلاوي دوه اوونۍ وړاندې د جاپان په کیتو ښار د سولې د عالي شورا له استازو سره دا منلې، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې غواړي.

که څه هم پخوا څو ځلې د وسله والو طالبانو د سولې د خبرو اترو په اړه څرګندونې شوي، خو د ولسمشر کرزي په وینا دا لومړی ځل دی، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو لپاره چمتووالی ښيي.

ولسمشر کرزي وویل د کیټو غونډه د سولې د پروسې لپاره یو ښه اقدام وباله:

''دوه اوونۍ وړاندې د کیوټو په دوشیشه پوهنتون کې غونډه جوړه شوې وه چې د طالبانو، حزب اسلامي او د سولې د عالي شورا استازو په کې د افغانستان د سولې پر خبرو بحث کړی و. دغه خبرې خورا مهمې وې او د طالبان لوړپوړي چارواکي قاري دین محمد اعلان وکړ، چې دوی غواړي له افغان حکومت سره خبرې وکړي. دغه د دوشیشه پوهنتون یو ښه اقدام وو او نور به هم دوام وکړي.''

داسې هم ویل کېږي، چې ښایي دغه ډول خبرې نورې به جاپان کې ترسره شي.

ښاغلی کرزي، چې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې یې د دغه هېوادو د خبریالانو یوې ټولنې ته خبرې کولې وویل، افغان حکومت غواړي په ګوانتانامو کې افغان زندانیان یا خوشي شي او یا د هغو په خوښه افغانستان او یا هم قطر ته واستول شي.

ولسمشر وویل، دوه میاشتې وړاندې یو پلاوی هم د ګوانتانامو زندان ته د زندانیانو د لیدو لپاره استولی و او طالب بندیانو سره یې خبرې هم کړي دي.

وسله والو طالبانو هم تر دې وړاندې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره د باور د رامنځه ته کېدو په موخه له ګوانتانامو زندان نه د خپلو ملګرو د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي کرزي دارنګه وویل، اوس چې نړیوالې ټولنې له افغان حکومت سره د راتلونکو لسو کلونو لپاره د مالي مرستو ټټر وهلی، نو د حکومت لومړنۍ دنده به یې په افغانستان د سولې راوستل او ښې حکومت ولۍ رامنځ ته کول وي.

د افغانستان ولسمشر، چې اوسمهال په توکیو کې دی وايي، افغانستان ته د پاکستان د نوي لومړي وزیر راجه پرویز اشرف په سفر کې له هغه سره هم د سولې په اړه خبرې وکړي.

که څه هم پاکستان پخوا څو څو ځلې له افغان حکومت سره د سولې په پروسه کې د مرستو ژمنې کړي، خو یو شمېر چارواکي وايي، چې پاکستان له زړه نه غواړي، چې پر طالبانو په افغانستان کې د سولې لپاره فشار راوړي.

ورته مطالب