پکتیا کې هم طالب ضد پاڅون شوی

پکتیا د انځور حقوق
Image caption د پکتيا د والي مرستيال عبدالرحمن منگل وايي چې د طالبانو وسله وال او پراخه بريد د ميرزکې ولسي خلکو په شا وتمباوه.

تېره شپه د پکتيا ولايت د ميرزکې په ولسوالۍ کې ولسي وگړو د طالبانو د هغه بريد په غبرگون کې پاڅون وکړ چې د دغې ولسوالۍ پر ودانۍ يې کړى و.

ښايي د پکتيا ولايت په ميرزکې ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون د هغه پاڅون د لړۍ يو بل لړ وي چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې پيل شوى و خو يوازينى توپير يې دا دى چې هلته ولسي خلک د تړلو ښوونځيو زوغتيايي مرکزونو او نورو رغنيزو چارو د پيل کولو په تړاو و.

خو د ميرزکې خلکو په خپل وروستي پاڅون کې د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد په شا وتمباوه او له طالبانو سره يې لاس په لاس جگړه وکړه.

د پکتيا د والي مرستيال عبدالرحمن منگل وايي چې د طالبانو وسله وال او پراخه بريد د ميرزکې ولسي خلکو په شا وتمباوه.

د طالبانو پر ضد پاڅونونه لومړى د غزني ولايت د اندړو د ولسوالۍ نه پيل شو، په دغې ولسوالۍ کې د پوهنتونونو او ښوونځيو زده کوونکو د ښوونځيو د تړلو پر ضد پاڅون وکړ او شاوخوا پنځه سوه کليوال ځوانان سره راټول شوه او وسلې يې واخيستې او د طالبانو پر ضد يې پاڅون وکړ.

خود جوشه حرکت

که څه هم په لومړي سر کې ځينو خلکو داسې ويل چې گواکې د دغه پاڅون تر شا افغان حکومت ولاړ دى، خو پاڅون کوونکو دغه څه ردول او ويل يې چې د دوى دغه حرکت خود جوشه حرکت دى او د بېلابېلو قامونو خلک ورسره په دغه پاڅون کې يوه خوله و.

تر هغې وروسته د نورستان په ولايت کې هم تېره ورځ د ښوونځيو گڼو زده کوونکو د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ او د ټوپکو پر ځاى يې د ډبرو او کوتکو په زور دغه کسان له خپلو سيمو وشړل.

د افغانستان په ولسي جرگه کې د نورستان د خلکو استازى احمد الله معهد وايي که چېرې افغان دولت د دغو پاڅون کوونکو ملا وتړي، نو د ده په وينا ښايي په نورستان کې بيا د دولت مخالفين دغه واک او ځواک و نه مومي چې د ښوونځيو د دروازو د تړلو تکل وکړي.

خو د دغه شان پاڅونونو په وړاندې افغانان سره پخپلو کې وېشل شوي دي، که ځينې دغه شان پاڅوننو نه په افغانستان کې د دولت د مخالفينو د ځپلو لپاره ښه لاره بولي، خو ځينې نور بيا د دغو پاڅونونو پايلې ښې نه بولي.

دغه دله خلک وايي چې کېداى شي همدغه خلک په راتلونکې کې د دولت په وړاندې هم وسلې ته لاس کړي او دغلته ورسره سوله او امنيت ټکنى شي.

د انځور حقوق aljazeera.net
Image caption د طالبانو ضد پاڅون لومړۍ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پیل شو.

په افغانستان کې د درې لسيزو جگړو په ترڅ کې گڼ خلک د وسلو له کارولو سره د بلديت تر څنگ په خپلو کورونو کې وسلې ساتي، خو تر دې مهاله خلک د دې جوگه نه وو چې په ځينو سيمو کې د طلبانو په وړاندې پاڅونونه وکړي، او يا هم د هغوى پر ضد وسله پورته کړي.

خو د غزني ولايت د اندړو په ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پاڅون وښوده چې که خلک وغواړي نو دوى هم د يو وسله وال ځواک په وړاندې دريدلى شي، خو تر ډېره دغه څه د سر په بايللو هم توانېدلى شي.

که چېرې دغه پاڅونونه همدغه شان روان پاتې کېږي، نو ښايي په ډېرو هغو سيمو کې حلک چې د طالبانو له واکمنۍ نه تر پوزې رسېدلي وسله راپورته کړي او دغه پاڅونونه نورو سيمو ته هم وغځېږي.

ورته مطالب