والي: د کندهار په ډله ييزو بریدونو کې ۱۴ بریدګر وژل شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندهار ښار په نننيو (دوشنبه د جولاې ۹مه) چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې پنځه تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

دغه ډله ييز ځانمرګي بريدونه او چاودنې د کندهار ښار په بېلا بېلو سيمو کې له غرمې وروسته شاوخوا دوو بجو پيل شوې.

د کندهار والې توریالې ویسا په یوه خبری غونډه کې وویل دغو بریدونو دوه ساعته دوام درلود او په همدې موده کې پنځه لويې چاودنې هم وشوې. د کندهار والي وایي په بریدونو کې ۱۴ تنه بریدګر هم وژل شوي دي. درې پولیس هم وژل شوي.

د بریدونو پر مهال دایساف پوځي چورلکو هم سیمه کې ګزمه کوله او له هوا نه یی د پیښې سیمه څارله.

ښاغلي ویسا وویل درې ځانمرګي بریدګر چې له چاورېدونکو توکو په ډکو موټر سایکلو سپاره وو په خواجک بابا سیمه کې خپل بمونه وچول چې له امله یې درې ماشومان ووژل شول او شپږ ملکي وګړي ټپیان شول.

د کندهار والي دغه راز وويل، چې تر لومړۍ چاودنې يو ساعت وروسته د امنيه قوماندانۍ مخې ته او د ښار په درېيو نورو ساحو (د کاکا سيداحمد لېسه، د شهيدانو چوک ته څېرمه د نور مارکېټ او ممتاز هوټل) کې هم ډله ييز بريدونه وشول.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې نننې بریدونو د الفاروق عملیات یوه برخه ده .

قاري احمدي زیاتوي چې په دغه بریدونو کې ګڼو افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې.

ورته مطالب