ایساف: د افغان هوايي ځواکونو روزنه زموږ لومړیتوب دی

افغان هوايي ځواکونه
Image caption شا و خوا شل کاله مخکې افغانستان پنځه سوه جنگي او ترانسپورټي الوتکې درلودې، چې په تنظيمي جګړو کې ډېرې دغه الوتکې له منځه ولاړې.

د ایساف ځواکونو نوی ویاند جنرال ګونترکتس وايي، اوس مهال یوشمېر افغان پيلوټانو ته روزنه ورکوي، چې له نوې ټکنالوژی سره بلد شي.

د نوموړي په وینا، دوی د پيلوټانو د روزنې ترڅنګ د یوشمېر روزنکو په روزنې هم کار کوي، چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته افغان پیلوټان وروزي.

خو ښاغلی کتس د افغان پیلوټانو د روزنې په برخه کې ځینو ستونزو ته هم اشاره کوي، چې مهمه يي له نوې ټکنالوژی سره د هغوی نابلدي ده:

''د پوځ او نورو څانګو د روزنې په پرتله د افغان هوايي ځواکونو روزل خورا ستونزمن دي. ځکه د ډيری وسايلو لارښوونې په انګريزي ژبه دي او افغان پيلوټان په انګريزي نه پوهېږي، يا خو بايد انګريزي په محلي ژبو واړول شي او يا داچې ټول انګريزي زده کړي.

دویم دا چې پيلوټان بايد ډاډمن، مسلکي او اغېزمن وي او دا وخت ته اړتيا لري او له دې ټولو مهم د الوتکو تخنيکران او هغه کسان دي چې لوژیستيکي چارې پر مخ بيايي. دېته په کتو هدف ته د رسېدو لپاره بايد له زغمه کار واخلو. اوس هم يو شمېر پيلوټان تر روزنې لاندې دي، کار دوام لري، خو دا هغه بهير دی چې موږ به يې له ۲۰۱۴ کال وروسته پر مخ بيايو.''

بله خوا، داسې اندېښنې هم شته، چې له ۲۰۱۴ زېږدیز کاله وروسته، هغه مهال، چې ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي، د دغه هېواد هوايي ځواکونه به له ستونزو سره مخامخ شي.

خو د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظيمي وايي، له ۲۰۱۴ زېږدیز کاله وروسته ناټو ځواکونه به پرافغان ځواکونو د څارنې دنده لري:

''په ۲۰۱۴ کال کې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، او خپل مسؤولیت افغان ځواکونو ته سپاري او د امنیت لېږد په بشپړ ډول ترسره کیږي، خو په لوژستيکي، روزنیزو او نورو برخو کې لا هم د دواړو لورو ترمنځ همکاری روانې دي.''

اوس مهال د افغانستان هوايي ځواکونه څه باندې پنځوس الوتکې او شپږ سوه پیلوټان لري، چې د آیساف ځواکونو په وینا تراوسه افغان پیلوټان له نوې ټکنالوژی سره بلد نه دي.

چارواکي وايي، په نوې ټیکنالوژۍ د افغان پيلوټانو روزل او سمبالول وخت او بودیجې ته اړتیا لري.

شاوخوا شل کاله مخکې افغانستان پنځه سوه جنگي او ترانسپورټي الوتکې درلودې، چې په تنظيمي جګړو کې ډېرې دغه الوتکې له منځه ولاړې.

افغان حکومت او نړیوال ملاتړي يې تمه لري، چې تر ۲۰۱۶ زېږدیز کاله د دغه هېواد هوايي ځواک له سره جوړ کړي.

ورته مطالب