طالبانو د سولې په تړاو د کرزي خبرې رد کړې

طالبان د انځور حقوق
Image caption طالبانو پر هغو رسنیو هم نیوکه کړې ده، چې د کرزي دا څرګندونې یې راپور کړي دي.

وسله والو طالبانو د کرزي هغه څرګندونې رد کړي، چې وايي طالبانو په جاپان کې د سولې د عالي شورا له استازو سره منلې ده، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې کوي.

تېره ورځ (دوشنبه/ جولای ۹) ولسمشر کرزي په جاپان کې وویل، چې د طالبانو یوه لوړپوړي پلاوي دوه اوونۍ مخکې د جاپان په کیتو ښار کې د سولې د عالي شورا له استازو سره دا منلې ده چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې غواړي.

طالبانو په خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، چې د تېر جون پر ۲۷مه د جاپان کیتو ښار دویشیشا پوهنتو له خو دوی ته په یوه تحقیقاتي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، چې دوی هلته یو پلاوی ورولېږه.

خو طالبانو دا رد کړې چې ګني د کابل د ادارې او د طالب استازو ترمنځ جاپان کې د سولې په اړه خبرې شوي دي.

دوی دا ادعا هم نه مني چې ګني د دواړو لورو د استازو له خوا د سولې په باب د یوه کمیسیون د جوړولو موافقه شوې ده.

طالبان وايي، چې د سولې په اړه د حامد کرزي د تېرې ورځې څرګندونې په کلکو ټکو ردوي:

''زموږ هیئت دجاپان په يو پوهنتون کې په څېړنيزه غونډه کې د برخې اخيستلو لپاره هلته ورغلی او دا چې د کابل ادارې کوم څوک به هم هلته موجود وو دا سمه ده، خو په ياده تحقيقاتي غونډه کې د اسلامی امارت هيئت د کابل ادارې له استازي سره نه خبرې کړي دي او نه يې هم د افغانستان د مسائلو په اړه له هغوی سره په راتلونکې کې د کوم کميسيون د جوړېدو په سر توافق کړی دی.''

طالبانو پر هغو رسنیو هم نیوکه کړې ده، چې د کرزي دا څرګندونې یې راپور کړي دي.

ورته مطالب