ولسمشرۍ ټاکنو ته حزب اسلامي کاندید نوموي

Image caption اسلامي ګوند وايي د دغې غونډې موخه د سولې ټينګښت او د هېواد د قومونو ترمنځ د ملي یوالې رامنځته کول دي.

د افغانستان اسلامي حزب وايي له نورو ګوندونو سره د پوهاوي په حالت کې به د افغانستان ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې کاندید ولري.

د دغه ګوند لوړپوړیو چارواکو چې له خپلو سلګونو پلویانو سره په کابل کې راټول شوي وو وويل غواړي د هېواد په سیاسي برخه کې رغنده رول ولري.

خو پوښتنه دا ده چې اسلامي ګوند به د افغانستان د راتلونکي سیاست په برخه کې څه رول ولري؟

کابل کې د لويې جرګې خیمې شا وخوا د اسلامي حزب زرغون بیرغ رپېده. هغه ځای چې په وروستیو دوو میاشتو کې د دغه ګوند دویمه لويه غونډه په کې جوړه شوې وه.

د یاد شوي ګوند په سلګونه پلویان له بېلابېلو ولایتونو کابل ته په دغه غونډه کې د ګډون لپاره ورغلي وو.

په زرغون رنګ په یوه ټوټه لیکل شوي و “د افغانستان د اسلامي ګوند له نظره ټاکنې د خلکو اراده ده او د اسلامي او ملي حکومت راوستلو لپاره غوره وسیله او میکانیزم دی.”

د سولې عالي شورا مرستیال او د اسلامي حزب یو غړی مولوي عطاالله لودین وايي، له یوشمېر ګوندونو سره د پوهاوي په حالت کې به اسلامي حزب د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره خپل کاندید ونوموي.

په دغه غونډه کې لوړپوړو دولتي چارواکو هم برخه اخیستې وه.

مولوي عطاالله لودین وايي، د اسلامي حزب هغه غړي، چې په کابل کې دي، د سیاسي مبارزې په بهیر کې د ګلبدین حکمتیار له نظریې سره مخالف دي.

ښاغلي لودین زیاته کړه “موږ د افغانستان په شرايطو د برابر نظام له مخې او د افغانستان د اساسي قانون له مخې مبارزه کوو، خو ګلبدین حکمتیار په خپلو شرايطو مبارزه کوي.”

اسلامي ګوند وايي د دغې غونډې موخه د سولې ټينګښت او د هېواد د قومونو ترمنځ د ملي یوالې رامنځته کول دي.

د دغه ګوند لومړی غونډه د مزارشریف په ښار کې جوړه شوې وه.

د اسلامي حزب استازي زیاتوي ګوند یې په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکی کې د هېواد په ځینو نورو ولایتونو لکه هرات او ننګرهار کې هم دا ډول غونډې جوړې کړي.

ورته مطالب