کرزى وايي دولت د پيسو پيدا کولو ځاى نه دى

کرزى د انځور حقوق
Image caption کرزى وايي د فساد پر ضد به نوي گامونه ژر وليدل شي

ولسمشر حامد کرزي اعلان وکړ، چې د توکيو په کنفرانس کې د نړيوالې ټولنې له خوا د مرستو ژمنې تر ١٨ ميليارده ډالرو رسېږي او حکومت جدي دى چې له دې مرستو به ناوړه ګټه پورته نه شي، بلکې په ځاى به ولګېږي.

حامد کرزي نن ( د جولاى ١٢) د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې له افغانستان سره د توکيو په کنفرانس کې د نړيوالې ټولنې د مرستو ژمنې د څلورو کلونو لپاره له ٢٠١٣ څخه تر ٢٠١٦ پورې ١٦ ميليارده ډالر تثبيت شوي دي.

خو ښاغلي کرزي وويل چې دغه مرستې به تر ١٨ ميليارده ډالرو ورسېږي ځکه چې ځينې هېوادونه د خپلو داخلي قوانينو له مخې نه شي کولى له افغانستان سره د څو کلونو مرستو کچه په يو ځل په ډاګه کړي.

حامد کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا له دې نړيوالو مرستو به لوړپوړي دولتي چارواکي او زورواک کسان ناوړه ګټه پورته نه کړي، وويل، دولت د پيسو د پيدا کولو ځاى نه دى او دولت د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه کوي.

ولسمشر کرزي زياته کړه : " موږ د اداري فساد پر وړاندې زيات اقدامات لرو او تاسو به يې په راتلونکي کې ووينئ. "

پر افغان حکومت د نړيوالو پرله پسې نيوکې همدا دي چې د اداري فساد پر ضد يې جدي گامونه نه دي اخيستي.

د توکيو د کانفرانس په ترڅ کې هم ورڅخه وغوښتل شول چې د اداري فساد پر ضد بايد ډير کار وشي.

حامد کرزي طالبان بيا وروڼه وبلل او بلنه يې ورکړه چې په افغانستان کې دننه دفتر پرانيزي.

د ښاغلي کرزي دې ته ورته پخوانيو غوښتنو ته وسله والو طالبانو مثبت ځواب نه دى ويلى.

ورته مطالب