د ايسا د استعفاو پلټنه دې ولسمشر کرزى وکړي

Image caption تېره اوونۍ د توکيو په کنفرانس کې نړيوالو له افغان دولت سره د مرستو د ژمنې په بدل کې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه وغوښته.

په افغانستان کې د فساد پر وړاندې يوې افغانې ټولنې د دغه هېواد له ولسمشر حامد کرزي نه غوښتي چې قضايي څانگو ته سپارښتنه وکړي چې د پانگونې د ملاتړ د ادارې د اوو تنو د ډله ييزې استعفا په اړه پلټنه وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د فساد پر وړاندې مبارزه کې افغان دولت جدي دى او قضايي ادارو ته به سپارښتنه وکړي چې د ايسا په اداره کې راپورته شوې لانجه په سمه توگه وپلټي.

تېره ورځ د دغې ادارې اوو تنو کارکونکو په ډله ييزه توگه د هغه څه له امله استعفاوې ورکړې چې دوى يې اداري فساد بولي.

په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې افغانه ټولنه نه يوازې له افغان حکومته د پانگونې د ملاتړ په اداره ايسا کې د فساد د نوې لانجې په اړه د پلټنې غوښتنه کړې بلکې دغه ادارې له نړيوالې ټولنې هم په کلکه غوښتي چې په دې اړه خپلې پلټنې پيل کړي.

د يادې ادارې مشر شفيق همدم وايي که چېرته افغان حکومت د دوى پر غوښتنه غوږ و نه گراوه، نو دوى به دغه ستونزه په کابل کې د ملگرو ملتونو استازي دفتر يونما سره هم شريکه کړي.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د پانگونې د ملاتړ ادارې ايسا اوه تنه چارواکو په ډله ييزه توگه استعفاوې وکړې او د دغې ادارې مشر يې په فساد تورن کړ او له افغان دولته يې وغوښتل چې په دې اړه دې جدي پلټنې وکړي.

خو په هماغه ورځ د دغې ادارې مشر رسنيو ته ويلي و چې د خپلو اوه تنو همکارانو استعفا د هغه لپاره د حيرانتيا خبره ده او په فساد کې يې د خپلې ښکېلتيا په تړاو ټول تورونه رد کړل.

خو د فساد پر وړاندې دغې ټولنې دغه موضوع جدي نيولې او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې له افغان حکومته او نړيوالې تولنې په کلکه غوښتنه کړې چې په دې اړه خپلې هلې ځلې گړندۍ کړي.

د هغې پرته به د دوى په وينا چې دغه موضوع له نړيوالو سره هم شريکه کړي.

خو د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي بي بي سي ته وويل چې تر اوسه يې د دغې ادارې اعلاميه او غوښتنه نه ده تر گوتو کړې او په وينا يې چې افغان دولت د فساد پر وړاندې مبارزه کې جدي دى او په دغه تړاو به خپلې هلې ځلې ډېرې کړي.

تېره اوونۍ د توکيو په کنفرانس کې هم هغو نړيوالو چې له افغان دولت سره يې د مرستو ژمنې وکړې دا ويلي و که چېرته په دغه هېواد کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې جديت را دبره نه شي، نو دوى به خپلې مرستې وځنډوي.

ورته مطالب