هلمنديان وايي بهرنيان يې له ولايته افغان تذکرې اخلي

Image caption په ټوله کې د افغانستان د تابعت تذکرې په يوه پاڼه کې جوړې دي چې تر ډېره يې چاپول په هر ځاى او سيمه کې شونې ده.

د هلمند ولايت د بېلا بېلو ولسواليو مخور او قومي مشران وايي چې په دغه ولايت کې ډېر هغه کسان د تابعت تذکرې يا پيژند پاڼې تر گوتو کوي چې د نورو هېوادونو اوسيدونکي دي.

دغه کسان وايي نن سبا د سيمې د هېوادونو استخباراتي کړۍ غواړي چې خپلو کسانو ته د افغانستان د تابعت تذکرې واخلي او په دې توگه په ډاده زړه خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د هلمند ولايت چارواکي هم دا مني چې ښايي د پيسو او يا نورو تړاونو پر مټ، ځيني بهرني خلک د افغانستان د تابعت تذکرې واخلي، خو وايي چې په دې اړه افغان دولت جدي دى او د قومي مشرانو تر تائيد پرته چا ته تذکرې نه ورکوي.

د هلمند ولايت د قومي مشرانو د دغه نوي دريځ وړاندې د ځينو نورو سرحدي ولايتونو مخورو هم ورته اندېښنې په ډاگه کړې وې.

دغه قومي مشران وايي، په افغانستان کې هر هغه څوک چې د تابعت تذکره يا پيژند پاڼه تر لاسه کوي، لومړى يې بايد، د هماغې سيمې د ملکانو او مشرانو له خوا پيژندگلوي کره شي.

خو دوى وايي نن سبا هر کس کولاى شي د پيسو او نورو اړيکو پر مټ له هر ولايته چې يې غوښتي وي د تابعت تذکرې تر لاسه کړي.

د هلمند ولايت د اصلاحي او مشورتي شورا يو غړى عبدالاحد معصومي بي بي سي ته وويل، دوى له دې اړخه اندېښمن دي او د دغې ستونزې د لرې کولو لپاره د سيمه ييز چارواکو سره غږيدلي هم دي.

د هلمند ولايت قومي مشران وايي چې د دغو درغليو بېلگې نه يوازې په دغه ولايت کې ليدل شوي، بلکې د دوى په وينا په افغانستان کې د پراخه اداري فساد او کمزورو ادارو په وجه په نورو ولايتونو کې هم ورته چارې روانې دي چې وايي په راتلونکې کې به ناوړه پايلې هم له ځانه سره ولري.

په هلمند کې حکومتي اداره هم د دغو ادعاو پخلى کوي. د دغه ولایت د والي وياند داود احمدي وايي چې ښايي په ځينو برخو کې د اداري فساد په وجه بهرنيان هم، د افغانستان د تابعت تذکرې تر لاسه کړي، خو هغه په دې اړه د مرکزي ادارې نه هم د مرستې غوښتنه کوي.

په ټوله کې د افغانستان د تابعت تذکرې په يوه پاڼه کې جوړې دي چې تر ډېره يې چاپول په هر ځاى او سيمه کې شونې ده.

د همدغې ستونزې د غوڅولو لپاره افغان حکومت څو ځلې ويلي چې د دغو تذکرو پر ځاى به برېښنايي تذکرې پر خلکو ووېشي، خو تر اوسه په دې برخه کې پاتې راغلى.

د افغانستان د مخابراتو وزارت چې د دغو نويو برېښنايي تذکرو د وېش مسووليت پر غاړه لري وايي، په دې برخه کې نړيوالو هغه مرستې نه دي کړي چې پخوا يې ژمنې کړې وي.

ورته مطالب