"افغانستان له ۲۰۱۴ کاله وروسته هم خوندي دی"

Image caption ښاغلي کراکر زياته کړه چې د نړيوالو پوځونو له وتلو سره به د افغانستان اقتصادي بهير ټکنی شي.

په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته له امکانه لېرې ښکاري چې دغه هېواد دې د کورنۍ جګړې ښکار، او له اقتصادي کړکیچ سره مخامخ شي.

دا خبره په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو سفير راين کراکر د اسوشيټد پريس خبري اژانس سره په مرکه کې وکړه.

ده وويل چې د لږکيو سره تړلي سياسي مشران ځانونه د دې لپاره چمتو کوي چې په راتلونکې نظام کې برخه واخلي، نه دا چې دوی د کورنۍ جګړې لپاره تيارۍ نيسي.

راين کراکر چې له وخته مخکې خپله دنده پرېږدي زياته کړه، چې په افغانستان کې سياسي بهير د ۲۰۱۴ کال د ولسمشريزو ټاکنو په درشل کې په چټکۍ سره روان دی او داسې نښې نښانې نه شته چې ګواکې افغانان دې يو ځل بيا يو بل ته په مورچو کې کښېني.

ده دا ومنله چې د افغانستان په شمال کې زياتې ملېشې شتون لري خو وويل چې فکر نه کوي دوی دې د ملي يووالي پر ضد ګواښ وي.

ده د دغو ملېشو د شتون موخه جنايي فعاليتونه وبلل.

ښاغلي کراکر زياته کړه چې د نړيوالو پوځونو له وتلو سره به د افغانستان اقتصادي بهير ټکنی شي خو زياته يې کړه چې دغه هېواد به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له کلک امنيت او اقتصادي مرستو برخمن وي.

ده وويل د هغو تخمينونو پر بنسټ چې اورېدلي يې دي د افغانستان اقتصادي وده به له ۱۱% څخه ۵% ته ټيټه شي چې د دغه شان هېواد لپاره لا هم بده شمېره نه ده.

د طالبانو سره د امريکا د خبرو اترو په هلکه د خبرو پر وخت امريکايي سفير وويل چې د اغا جان معتصم په شان منځ لارو طالبانو له امريکا سره خبرو اترو ته لېوالتيا ښودلې ده.

معتصم چې د طالبانو يو وتلی مشر دی اسوشيټډ پريس ته تېره ورځ ويلي وو چې د دوی د تحريک زياتره غړي سولې ته د رسېدلو لپاره د جوړ جاړي پلويان دي او يوازې د ګوتو په شمېر يو څو توندلاري په کې شته.

کله چې له کراکر وپوښتل شول چې ايا دغه منځ لاري طالب مشران وېره لري چې د توندلارو له خوا به ووژل شي؟

کراکر وويل "هو"، خو ده دا هم زياته کړه چې دريم ګړو هېوادونو ته د طالب مشرانو رسېدل په دې مانا دي چې ښايي پاکستان ورته لاره ورکړي وي، که څه هم ده وويل چې په دې هکله کره معلومات نه لري.

ده د يوې خبرې په هکله کره معلومات درلودل او هغه دا چې امريکا د تېر مني راهيسې له طالبانو سره مستقيم تماس نه دی نيولی.

ده د افغانستان په داخلي سياست هم خبرې وکړې او هغه ګنګوسې يې رد کړې چې ګواکې ولسمشر کرزی غواړي د روسي ولسمشر ولاديمير پوتين په شان په مختلفو ډولونو په واک کې پاتې شي.

ده زياته کړه چې کرزی يوازې د خپل ځای ناستي په هکله فکر کوي او نه غواړي چې د پاکستاني مشر پروېز مشرف په برخليک اخته شي څوک چې له خپل هېواده تبعيد دی او د محاکمې له وېرې نه شي کولای خپل ټاټوبي ته ستون شي.

امريکايي سفير وويل چې ولسمشر کرزی دې ډاډه اوسي چې ځای ناستی به يې محکمې ته نه راکاږي او نه به هم له زندان او يا هم له هغې څخه په بدتر برخليک اخته کېږي، خو ده د احتمالي تورونه په باب له تبصرې ډډه وکړه.

راين کراکر پر ايران تور ولګاوه چې د وروستۍ لويې جرګې، او د سټراټیژيک تړون د تصويب پر مهال يې د پيسو په مقابل کې د افغان سياسي مشرانو او د پارلمان د غړو د نفوذ د پېرېدلو ناکامه هڅه کړې وه.

ورته مطالب