"د توکيو کنفرانس ژمنه شوې مرستې رڼې ولګوﺉ"

Image caption د اداري فساد په برخه کې نړیوال افغان حکومت او حکومت نړيوال ګرم بولي.

د اداري فساد پرضد د مبارزې او څارنې کمیټې له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په توکیو کنفرانس کې ژمنه شوې مرستې رڼې ولګوي.

دوی افغان حکومت او نړېواله ټولنه دواړه په دې ګرم بللي چې د مرستو ميلياردونه ډالر يې په تېرو کلونو کې په شفاف ډول نه دي لګولي.

کمېټې دارنګه بسپنه ورکونکو ته سپارښتنه کړې، د ژمنه شويو پيسو نیمایي دې د افغان حکومت د بودجې له لارې مصرف کړای شي او پاتې دې د افغان حکومت تر څارنې لاندې ولګول شي.

افغانستان په تیرو شاوخوا لسو کلونو کې نږدې 60 میلیارده ډالره مرسته له نړیوالې ټولنې ترلاسه کړې.

حکومت وايي، د دغو مرستو یوازې ۲۰ سلنه د دوی له خوا لګول شوې او پاتې ۸۰ سلنه يې مرستندویه هیوادونو په خپله خوښه لګولي دي.

د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمېټه وايي، د نړیوالې ټولنې له خوا په توکیو کنفرانس کې له افغانستان سره شوې ژمنې د دغه هیواد د بیا جوړونې او پرمختګ لپاره خورا مهمې دي.

دی وايي افغان حکومت او نړیواله ټولنه بايد د دغو مرستو په لګولو کې دا ځل له جدیت نه کار واخلي.

د اداري فساد پرضد د مبارزې او څارنې کمیټې مشر محمد سرور عثماني له افغانستان سره د تازه مرستو په لګښت کې د رڼښت غوښتنه وکړه:

"موږ تمه لرو چې د فساد پرضد د شوو ژمنو په اړه هم افغان حکومت او هم نړیواله ټولنه ګوټلي ګامونه پورته کړي، او د حکومت پرلمن د بدنامۍ داغ ورو ورو له منځه لاړ شي."

ښاغلي عثماني هیله وښوده چې د فساد پر ضد ټولې ادارې، پولیس، څارنوالي او قضا بايد له یو بل سره لاسونه یو کړي او په ډله ییز ډول د فساد پرضد کار وکړي.

د اداري فساد پرضد د مبارزې او څارنې کمیټې په تیره یو کال کې د خپلو کړنو راپور په پنځوس مخونو کې خپور کړی او په دغه راپور کې یې د فساد پرضد د مبارزې د پیاوړتیا په موخه هم افغان حکومت او هم نړیوالې ټولنې ته ځینې سپارښتنې کړي دي.

دغه کمیټه شپږ غړي لري، چې درې یې افغانان او پاتې یې بهرنیان دي.

دغه بنسټ خپلې غونډې ته د دولتي ادارو یوشمیر غړي په دې موخه وربللي وو، چې د فساد د له منځه وړلو لپاره لارې چارې ور وښيي.

ورته مطالب