لوګر کې دوو چاودنو ۱۸ کسه ټپيان کړي دي

د انځور حقوق
Image caption ولايتي چارواکي وايي د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دی.

د افغانستان په لوګر ولايت کې دوو چاودنو لږ تر لږه ۱۸ کسه ټپيان کړي چې ډيری يې افغان امنيتي ځواکونه دي.

چاودنه نن سهار ( يکشنبه، ۱۵ جولای) شاوخوا اته بجې د لوګر په مرکز د پل علم ښار د ښاروالۍ هوټل ته څېرمه شوې ده.

د لوګر امنیه قومندان روغ ليونی وايي لومړي بم چې په یوه ګلدان کې ایښودل شوی وو یو شمېر ملکيان ټپیان کړل او دويمه چاودنه هغه مهال وشوه چې افغان امنيتي ځواکونو د لومړنۍ چاودنې قربانيان د پيښې له ځايه پورته کول.

په ټپيانو کې پنځه تنه د اردو سرتېري، پنځه تنه د ملي امنيت کارکوونکي، درې تنه پوليس او پنځه ملکيان شامل دي.

ولايتي چارواکي وايي ټپيان روغتون ته لېږدول شوې دي.

دوی ډاډ ښيي چې د زخميانو ټپونه ژور نه دي، بلکې په سر سري ډول ټپيان شوي دي.

ځايي چارواکي وایي د پېښې په تړاو یې پلټنې پيل کړي، خو تر اوسه يې په اړه څوک نه دی نيولي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو چاودنو پړه نه ده منلې.

لوګر د افغانستان د هغو ولايتونو په کتار کې دی چې د تاوتريخوالي پېښې په کې زیاتې دي.

دغلته ډير ځله د ناټو ځواکونو پر کتارونو غلچکي بریدونه هم کېږي چې وخت ناوخت يې ناټو ځواکونه پر وړاندې له هوايي ځواک نه ملاتړ غواړي.

په دې لړ کې تېره مياشت د لوګر په ولايت کې د ناټو د يوه هوايي بريد له امله شاوخوا ۱۸ ملکيان ووژل شول.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشر امريکايي قومندان د لوګر د پېښې په اړه بښنه وغوښته.

ورته مطالب