د بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بريدونه شوي

غزني
Image caption يوه عيني شاهد ويلي دولس ټانکر يې ليدلي چې اور پرې بلېده.

د كابل- كندهار پر لويه لاره د بهرنيو ځواكونو په لوژستيكي كاروان وسله وال بريد شوی، چي په پايله كې يې يو موټر چلونكى وژل شوی او دوه ساتونكي ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي په دغو بريدونو كې اته ټانكر هم سوځيدلي دي.

ښاغلی شاهد وايي د ابريدونه تير ماښام مهال ترسره شوي دي.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال ته ځايي خلکو ويلي د عزيز كلا له سيمي نيولې بيا تر ميدان ښاره څو ځايه په اکمالاتی كاروان بريدونه شوي دي.

يو عيني شاهد وايي په لاره يي دولس موټر ليدلي چې داور لمبې پرې راتاوې دي او ويجاړ شوي وو.

له بلې خوا د وسله والوطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا كړې چي په دغو بريدونو كې يي شاو خوا شل ټانكرونه سوځولي او همدومره نور يي خراب كړي دي.

هغه دا هم ويلي چې د بهرنيو ځواكونو د كاروان ساتونكو ته يي درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل کندهار پر لويه لاره ډير ځله وسله وال د ناټو اوافغان حکومت اکمالاتي ګاډي او ټانکر په نښه کوي.

ورته مطالب