کرزی: د وسله والو طالبانو کړنې د هېرېدو نه دي

طالبان د انځور حقوق BBC NEWS
Image caption حامد کرزی وايي په افغانستان کې د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو لپاره له وسله والو طالبانو سره خبرې اړينې دي.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي له مخالفو وسله والو سره د سولې هڅې یې په دې مانا نه دي چې په افغانستان کې ترسره شوي "جنایتونه" يې هېر شي.

ښاغلي کرزي چې د کورنيو چارو په وزارت کې د پوليسو د فراغت یوې غونډې ته خبرې کولې وويل ځانمرګي بريدونه او د افغانستان د بې ګناه خلکو، مخورو او کوچنيانو وژل د خلکو نه هېريږي.

ښاغلي کرزي وويل: "موږ سوله کوو، خو هغوی چې قتل کړی او هر جرم يې کړی زموږ په ذهنونو کې شته او نه هېريږي. که د دې خاورې وي، يا پردي وي بايد پوه شي چې يوه ورځ به ځواب وايي."

دا لومړی ځل دی چې ولسمشر حامد کرزی پر وسله والو د سولې د غږ ترڅنګ هغوی ته د دې يادونه هم کوي چې کړنې يې د هېرېدلو نه دي او یوه ورځ به ترې پوښتنه کېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي وويل له وسله والو طالبانو سره له خبرو پرته په افغانستان کې تاوتريخوالی نه ختميږي، خو دا هغه غوښتنه ده چې طالبانو بیا بيا رد کړې ده.

طالبان وايي د افغانستان حکومت د خبرو اترو په برخه کې کافي صلاحيت نه لري، او که دوی خبرې هم کوي، لوری به يې نړيواله ټولنه او امريکا وي.

حامد کرزي د پوليسو د فراغت لپاره جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د راتلونکې او له دغه هېواد سره د نړېوالې ټولنې د اوږد مهاله ژمنو په اړه هم څرګندونې وکړې.

ده وويل: "افغانستان به د سيمې له پياوړو هېوادو څخه وي، زموږ هېواد د پرمختګ پر لوري روان دی او پنځلس کاله وروسته به افغانستان هم د پرمختګ او د امنيتي ځواکونو له پلوه د سيمې د ځواکمنو هېوادو په لست کې راشي."

هغه وسله والو مخالفینو ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان د پرمختګ کاروان نه شي په شا کولی.

افغان ولسمشر وويل نړېوالې ټولنې ورسره ژمنه کړې چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې به د افغان امنيتي ځواکونو لګښت ورکوي.

ده په خپلو خبرو کې فارغ شويو پوليسو ته وويل، هر يو کس کولی شي چې هر چاته يې زړه وي رايه ورکړي او د هغه په ګوند کې شامل شي، خو ترې ويې غوښتل چې د ملي ګټو په برخه کې بايد ګوندي اړيکې له پامه وغورځوي، او د افغانستان دفاع وکړي.

ورته مطالب