د لوګر عدلي چارواکی د جنسي تيري په تور په بند محکوم شوی

Image caption څارنوالان وايي عدلي چارواکي له قانون نه د ناوړه ګټې پورته کېدو له امله په ۱۶ کاله بند محکوم شوی دی.

د افغانستان يوې لومړنۍ محکمې د لوگر ولايت يو لوړپوړى عدلي چارواکی پر يوې نجلۍ د جنسي تيري په تور گرم پېژندلی او پر ۱۶ کلن بند يې محکوم کړ.

د قضيې څارنوال ويلي تورن درې کاله وړاندې په ۱۳۸۸ کالد روژې مياشتې په يوه شپه، د لوگر ولايت د ماشومانو د اصلاح بنسټ په ودانۍ کې پر هغې نجلۍ جنسي تيری کړی و،چې له کوره د تيښتې له کبله هلته ساتل کيده.

تورن بيا ويلي دي چې نوموړي ته دسيسه جوړه شوې،او داسې کړنه يې نه ده تر کړې.

د کابل د يوې لومړۍ محکمې څارنوال د محاکمې په غونډه کې وويل، تورن دغه نجلۍ يوه شپه خپلې خونې ته ور غوښتې او هلته يې پرې جنسي تيرى کړی.

څارنوال سيد مجاهد ودان وويل چې جينۍ له شواهدو او لاسوندونو سره دغه چارواکى تورن کړى دى.

ښاغلي مجاهد د جينۍ څرگندونې داسې وړاندې کړې:

"د روژې د مبارکې مياشتې په يوه شپه کې يې زه خپلې کوټې ته وبللم او راته يې وويل ډوډۍ دلته وخوره، کله چې زه لاړم تر پيشنمې پورې يې په خپله کوټه کې وساتلم،او جنسي تيرى يې راباندې وکړ. زه د ماښام له لمانځه نه تر پيشنمې پورې ور سره اوم، بيا يې ماته وويل چې هم زما په کوټه کې غسل وکړه ما هلته نه بلکې په يوې بلې کوټې کې غسل وکړ."

تورن د خپل سپيناوي پر مهال وويل دغه جينۍ چې عمر به يې ١٨ يا ١٩ کاله وو، ماته راغله او ويي ويل چې زما ميړه هم بندي دی او هغه راته دلته د ماشومانو د اصلاح بنسټ ته راوله.

دی زياتوي ما ورته وويل که عمر يې له اته لسو کلونو ښکته وي دا کار به وکړم، خو هغې وويل چې نه تر دې مشر دی.

تورن وايي بيا ما ورته وويل چې دا چاره ناشونې ده، او بس تورن محکمې ته وويل قسم کوي چې داسې کړنه يې نه ده تر سره کړې:

"د خپل خداى پر وړاندې ولاړ يم، مخ په قبله ولاړ يم، زه ديني عالم او د قران مفسر يم، ما خيانت نه دې کړی. که خيانت مې کړاى وى نن به چا د قضا په يوه علني غونډه کې چا داسې نه درولم، دغه ټولې دسيسې چې زما پر وړاندې جوړې شوي، زما د صداقت له کبله جوړې شوې دي."

د لومړۍ محکمې قاضي عبدالباسط بختياري د تورن د هغه د وکيل او څارنوال تر څرگندونو وروسته حکم وکړ او د لوگر ولايت دغه لوړ پوړى عدلي چارواکي يې په ۱۶ کلن بند محکوم کړ:

"د رايو په اتفاق سره، موږ ته د جنسي تيري د قضيې تورن، د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي د قانون د اووه لسمې مادې پر بنسټ، د توقيف له لومړيو ورځو راهيسې د شپاړس کلن بند په جزا محکوم کړې."

قاضي دا هم وويل چې تورن له خپلې دندې ناوړه گټه اخيستې او هغه په دې توگه چې د نجونو د ساتنې په ځاى کې يې خپله د اوسيدو کوټه جوړه کړې وه،وايي د تورن دنده تر څلورو بجو وه خو دى څليريشت ساعته هلته ميشت و.

قاضي د تورن دا خبره هم رد کړه چې گواکې د امنيتي لاملونو له کبله د ماشومانو د اصلاح په مرکز کې اوسيده.

قاضي وويل که داسې خبره وه له امنيتي بنسټونو سره به يې خپله ستونزه شريکه کړې وه.

تورن د خپل ځان د سپنولو لپاره دوه نورې محکمې هم په مخ کې لري.

ورته مطالب