هلمند کې له کوره تښتېدلې ۲ نجونې وژل شوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چارواکي وايي ژباړن تښتېدلی، خو د نجونو پلار يې نيولی دی.

د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې امنيتي چارواکي وايي دوه نجونې چې کورنۍ يې وايي له کوره تښتېدلې وې، د خپلې کورنۍ د غړو له لوري وژل شوې دي.

د هلمند دنادعلې ولسوالۍ امنیه قومندان عمرجان حقمل وایي نجونې د دغې ولسوالۍ په شين کلي کې وژل شوي دي.

ښاغلی حقمل وايي وژل شوې نجونې څلور ورځې وړاندې د بهرنيانو له يوه افغان ژباړن سره له خپله کوره تښتېدلې وې.

د ځايي چارواکو په خبره دغه دوه نجونې د یکشنبی په شپه بیرته کورته له ستنیدو سره سم د خپل پلار له خوا وژل شوي دي.

دا لا تراوسه څرګنده نه ده چې ژباړن د همدې سیمې اوسیدونکی دی او که د کومې بلې سیمې سره تړاو لري.

د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند فرید احمد فرهنګ وایي چې ژباړن تښتیدلی، خو د وژل شويو نجونو پلار نیول شوی دی.

په هلمند کې د ښځو د حقونو فعالانې وایي چې ډیر کله انجونې په دغه ولایت کې د کورني زور زیاتې له کبله له کوره تیښتې ته اړ کېږي.

که څه هم په دې اړه چې ولې دغه نجونې له کوره تښتېدلې ډير جزييات نه شته، خو جبري ودونه د دا وړ پېښو د رامنځته کېدو مهم لامل په ګوته کېږي.

د افغانستان په ډيری سيمو کې نجلۍ د مور او پلار او یا هم د کورنۍ د کوم بل غړي په خوښه ودېږي.

ورته مطالب