حکومت مني چې پولیس يې فراه کې طالبانو ته اووښتي

افغان پوليس د انځور حقوق AP
Image caption يوه منبع وايي له حکومته اووښتو پوليسو اووه نور پوليس مسموم کړي دي.

د افغانستان په لويديځ کې چارواکي وايي چې ۱۲ پوليس او د هغوی قومندان وسله والو طالبانو ته ور اووښتي دي.

د فراه ولايت چارواکي وايي له حکومت نه اووښتو پوليسو يو رېنجر موټر او خپلې وسلې هم له ځانه سره وړې دي.

د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندی وايي پوليسو د بالا بلوک ولسوالۍ د شيوان په سيمه کې له حکومته لار بېله کړې او وسله والو مخالفينو ته ور اووښتي دي.

یوې بلې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ويلي چې له طالبانو سره یو ځای شويو پوليسو، اووه نور پوليس مسموم کړي دي.

دغې سرچینې ويلي ښايي دغو اوو پوليسو له هغو ۱۲پوليسو او يوه قومندان سره مخالفت درلود چې له طالبانو سره يو ځای شوې دي.

وسله والو طالبانو ويلي دي چې د ميرويس په نوم قومندان او د هغه ۱۲ ملګري له دوی سره يو ځای شوي دي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په لويديځ کې ورته پېښې شوې دي، چې دا د دغې لړۍ وروستۍ هغه ده.

ورته مطالب