فساد پر ضد اداره وايي په دغه چاره کې چارواکي ښکېل دي

Image caption ښاغلي لودين وویل يو شمېر پخواني او اوسني وزيران او ځينې واليان او ښاروالان هم په دغو دوسيو کې ښکېل دي.

په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي چې په فساد کې د ښکېلو کسانو ۱۱۹ داسې دوسيې يې د افغانستان لويې څارنوالۍ ته سپارلي دي چې يو شمېر پخواني او اوسني وزيران، واليان او ښاروالان هم په کې تورن دي.

د يادې شوې ادارې مشر عزيز الله لودين په يوې ځانگړې مرکې کې بي بي سي ته وويل چې د دغو ټولو کسانو په اړه اړين شواهد او لاس وندونه هم په لاس کې لري.

ښاغلي لودين وويل چې اوس افغانستان او د هغه بهرني مرستدويان د فساد د مخنيوي په برخه کې تر پخوا ډېر جدي دي

چې دې چارې فساد ضد مبارزه چټکه کړې ده.

يو شمېر کتونکي په دې باور دي چې فساد او درغلۍ د افغانستان په تېر ۱۰ کلن تاريخ کې ژورې جرړې غځولي.

تر ډېره انګېرنه دا ده چې گواکې بنسټيز فساد لوړ پوړي چارواکي کوي، خو تر دې مهاله فساد ضد ادارو يو نيم لوړ پوړى چارواکي په رسمي توگه په درغلۍ تورن کړي دي.

خو اوس په افغانستان کې د فساد ضد مبارزې ادارې مشر عزيز الله لويدون وايي چې د فساد ۱۱۹ دوسيې يې د دغه هېواد لويې څارنوالۍ ته سپارلي دي.

ښاغلي لودين بي بي سي ته د يوې ځانگړې مرکې په ترڅ کې وويل چې يو شمېر پخواني او اوسني وزيران او ځينې واليان او ښاروالان هم په دغو دوسيو کې ښکېل دي.

ښاغلي لودين وايي چې په دغو دوسيو کې د ټولو تورنو د تورنولو لپاره اړين شواهد او لاسوندونه هم شته چې دوى راټول کړي دي.

ښاغلي لودين د فساد پر وړاندې کلک هوډ څرگند کړ خو ورسره جوخت يې دا ومنله چې اداره يې د بودجې د کموالي له کبله خپل گڼ شمېر کاري کدرونه له لاسه ورکوي.

ښاغي لودين وويل چې بله خوا فساد ضد متوازي ادارې لوړ ډالري معاشونه ورکوي.

فساد هغه څه دی چې افغان حکومت او نړيوالو يې تل په اړه ناندرې وهلي، خو په توکيو غونډه کې مرستندويان مرستو او افغانستان فساد ضد مبارزې ته ژمن شو.

په افغانستان کې د فساد پر ضد عالي اداره وايي چې وروستۍ ژمنتيا د دوى هڅې هم پراخه کړي دي.

خو يو شمېر اړوند کارپوهان وايي په افغان حکومت کې درغلي دومره ډېره شوې ده چې پرته له کوټلو گامونو او لوړې حکومتي ارادې به يې کابو کول ستونزمن بلکې ان نا شونې وي.

پرون هم د دغه هېواد د ملي شورا مخې ته يو شمېر ځوانانو د فساد پر وړاندې لاريون وکړ.

ورته مطالب