تاجکستان سره پر ګډه پوله امنیتي تدابیر ډېر شوي

Image caption تر دغو خبرو اترو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت مشر په یوې خبري غونډه کې ګډون وکړ.

افغان حکومت وايي، په شمال کې یې له خپل ګاونډي تاجکستان سره پر ګډه پوله امنیتي تدابیر ډېر کړي دي.

په همدې حال کې یو شمېر لوړ پوړي افغان چارواکي هم دغه هېواد ته د دې لپاره تللي، چې د وسله والو ترهګرو پرضد د مبارزې پر اغیزمنو لارو چارو خبرې وکړي.

د تاجکستان په بدخشان ولایت کې امنیتي حالت وروسته له هغې کړکیچن شو، چې د هغه هېواد د سر تېرو او وسله والو ترمنځ نښتو کې لسګونه کسان ووژل شول.

تاجکستان ګمان کوي، چې وسله وال د افغانستان په خاوره کې دهغه هېواد پرضد ترهګریز فعالیتونه برابروي او بریدونه پرې کوي.

په هغه سي ډي (CD) کې چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له خوا بي بي سي ته رسېدلې، یو بې غږه ویډیو ده چې ښیي د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي او د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمانوف سره پریوه سپین میز ناست دي او خبرې کوي.

ظاهرا دوی د تاجکستان په بدخشان ولایت کې د وروستۍ پېښې په تړاو خبرې کوي چې لسګونه کسان په کې مړه او ټپیان شول او داسې ښکاري چې دغه مشران په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر حل لارو غږيږي.

تر دغو خبرو اترو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت مشر په یوې خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ښاغلي محمدي وویل، له تاجکستان سره یې پر پوله خپل امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

په همدې حال کې د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل بیا وايي، چې د وروستۍ پېښې د ارزونې لپاره یو افغان امنیتي پلاوی په تاجکستان کې پاته شوی دی.

د تاجکستان حکومت وروسته له هغه له افغانستان څخه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه کړې چې د تاجکستان په بدخشان ولایت کې د دغه ولایت د امنیت د مشر جنرال عبدالله نظروف تر وژل کېدو وروسته حالات کړکیچن شول.

د تاجکستان حکومت د اشکاشم د سرحدي لارې د قومندان مرستیال طالب ایام بیک اف چې د دغه هېواد د کورنیو جګړو پر مهال د دولت د مخالفو ځواکونو یو پیاوړی قومندان وو، د جنرال نظروف په وژنه کې ښکېل بللی دی.

د تاجکستان پولیسو او امنیتي ځواکونو د جولای په ۲۴ نېټه د بدخشان په خاروغ ښآرکې د ښاغلي ایام بیک اف او د هغه د پلویانو د نیولو لپاره عملیات پیل کړه چې د دولتي سرچینو په باور د ۱۲ دولتي ځواکونو په ګډون څه باندې ۴۰ تنه په کي ووژل شوه.

ورته مطالب