افغانستان له تاجکستان سره پوله وتړله

د افغانستان او تاجکستان پوله
Image caption افغانستان له ګاونډي تاجکستان سره ګډه غرنۍ پوله لري.

افغان چارواکي وايي له تاجکستان سره یې خپله ټوله ګډه پوله له دې کبله وتړله، چې په وینا یې په اسانۍ سره اورپکي ترې دېخوا او تاجکستان اوښتل.

تاجکستان له څو ورځو راهیسې افغان پولې ته څېرمه پوځي عملیات پیل کړي دي چې هدف یې ددغه هېواد د اورپکو ځپل دي.

افغانستان له تاجکستانه د اورپکو له راوښتو او د افغانستان په خاوره کې د ناامنیو له جوړولو وېره لري.

د افغانستان بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو له تاجکستانه د اورپکو د راوښتو په اړه اندېښنه ښودلې او په دې ولایت کې یې بېړنۍ حالت اعلان کړی او له تاجکستان سره یې خپله ټوله پوله تړلې ده.

د بدخشان د والي ویاند عبدالمعروف راسخ وايي، له تاجکستان سره پر پوله ځینو پرتو ولسوالیو کې یې اضافي پوځيان مېشت کړي دي:

''د اشکاشم، واخان او زموږ سرحدي پولیس د تیارسۍ په حالت کې دي.''

تاجکستان په تېره سه شنبه وروسته تر هغه له افغان پولې سره نژدې عملیات پیل کړل، چې د بدخشان ولایت د امنیت مشر عبدالله نظروف په خاروغ ښار کې اورپکو وواژه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي د پولې تړل د لنډ مهال لپاره دي، او ژر به بېرته پرانیستله شي:

''تاجکستان کې د اورپکو د ځپلو په موخه د پیل شوو عملیاتو له کبله نن له تاجکستان سره زموږ پوله د لنډمهال لپاره وتړل شوه، د عملیاتو له پایته رسېدو سره به پوله بېرته پرانیستل شي.''

د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption دغه عملیات د تاجکستان بدخشان ولایت په مرکز خاروغ ښار کې پیل شوي، چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.

په وروستیو کې د افغانستان ځینې امنیتي چارواکي تاجکستان ته ولاړل او له تاجک چارواکو سره یې ددواړو هېوادونو پر امنیتي او پوځي مسائلو خبرې وکړې.ددواړو هېوادونو چارواکو د پولې پر ټينګښت او د اورپکو د اوښتو د مخنیوي په چاره ټینګار وکړ.

د تاجکستان حکومت وايي، چې د شاوخوا ۲۰۰ اورپکو د ځپلو او چاڼیزو عملیاتو په موخه یې د نژدې درې زره ځواکونو او ټانکونو او چورلکو په مټ عملیات پیل کړي دي.

دغه عملیات د تاجکستان بدخشان ولایت په مرکز خاروغ ښار کې پیل شوي، چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.

ورته مطالب