دفاع وزارت د بریدونو د ډېرېدو رپوټ رد کړ

Image caption د افغانستان د دفاع وزارت وايي، اورپکي هر کال په همدې فصل کې خپل بریدونه ډېروي.

د افغانستان د دفاع وزارت د دولت مخالفو وسله والو د بریدونو د ډېرېدو په اړه د ناټو خپور شوی رپوټ رد کړ.

د دغه وزارت چارواکي وايي، د هوا ګرمېدا د مخالفو وسله والو د بریدونو د ډېرېدو لامل دی چې هر کال تر سره کیږي.

د دوی په وینا د ملکي تلفاتو شمېر هم د تېر کال د څلورو لومړیو میاشتو په پرتله کم شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت د ناټو هغه رپوټ چې په کې ویل شوي و په تېرو دریو میاشتو کې د مخالفو وسله والو بریدونه ۱۱ سلنه ډېر شوي، رد کړ.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري خبریالانو ته وویل، په دوبي کې د مخالفو وسله والو د بریدونو ډېرېدل یوه معمولي خبره ده او د تېرو کلونو په پرتله په کې کوم ډېروالی نه دی راغلی.

د جمعې په ورځ (جولای/۲۷) ناټو اعلان کړی و چې د دولت د مخالفو وسله والو بریدونه په وروستیو میاشتو کې ډېر شوي او یوازې په جون میاشت کې یې ۳۰۰۰ بریدونه ثبت شوي چې د پخوا په پرتله د پام وړ ډېروالی ښيي.

ناټو، د خاشخاشو د فصل ټولېدل، چې د طالبانو عمده مالي سرچینه بلل کیږي، د هغوی د بریدونو د ډېرېدو لامل بللی دی.

د ناټو په وینا، د اورپکو دغه بریدونه د دې لامل شوي چې یو شمېر ډېر افغان پوځیان د جګړې میدان ته ولاړ شي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي، اورپکي هر کال په همدې فصل کې خپل بریدونه ډېروي.

دغه وزارت د دولت د مخالفو وسله والو له کمزورتیا خبرې کوي او وایي هغوی د ډله ییزو بریدونو توان له لاسه ورکړی نو ځکه د سړک غاړې بمونو او ځانمرګي بریدونونه کار اخلي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال د ملي اردو د سرتېرو د مرګ ژوبلې له کمېدو هم خبر ورکوي.

نوموړی وايي د تېر کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۷۵ افغان پوځیان وژل شوي وو خو سږ کال په لومړۍ څلورو میاشتو کې بیا ۲۱۶ تنه وژل شوي دي.

ناټو هم ویلي چې د بهرنیو پوځیانو د تلفاتو شمېر د تېر کال د شپږو میاشتو په پرتله کم شوی دی.

په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۲۰ تنه بهرني سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي خو د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۸۲ تنه وژل شوي وو.

ورته مطالب