د پاکستان په راکټي بریدونو غونډه کيږي

Image caption زرګونه کورنۍ تر دې مهاله له دغې لړۍ څخه په بېلا بېلو ډولونو زیانمنې شوې دي.

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان لوړ پوړي پوځي چارواکي، په نژدې راتلونکې کې، د افغانستان پر ختیځ ولایت کونړ، د راکټي بریدونو په اړه په جلال اباد ښار کې سره جرګه شي.

د کونړ د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو یو ځل بیا د پاکستان له لوري د سلګونو توغندویزو بریدونو په اړه خپله اندېښنه وښوده.

زرګونه کورنۍ تر دې مهاله له دغې لړۍ څخه په بېلا بېلو ډولونو زیانمنې شوې دي.

دغه اوسېدونکي پر افغان حکومت سختې نیوکې کوي او وایي په دې برخه کې د دولت چوپتیا هغوی نهیلې کړي دي.

له خپلو کورونو وتل، قربانۍ ورکول، سرګرداني د کونړ د بېلا بېلو سرحدي سیمو د ګڼ شمېر اوسېدونکو خبره ده چې وایي له دوو کلونو راهیسې یې د پاکستان له لوري د راکټي بریدونه له امله زغمي.

حاجي مزمن د دانګام ولسوالۍ یو اوسېدونکی دی. دی وایي خلک په دغو سیمو کې له هوسا ژوند څخه نهیلې شوي دي.

د کونړ دانګام، ناړۍ، اسمار، شیګل، سرکاڼو، مروره او خاص کونړ هغه ولسوالیانې دي چې تر اوسه زرګونه کورنۍ ترې وتلي او خپل کورونه یې پرې ایښي دي.

د راکټي بریدونو لړۍ لا هم نه ده پرې شوې او نوي را رسېدلي راپورونه وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې سلګونه توغندي د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاورې ویشتل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفي بي بي سي ته وویل دغه توغندي د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې پر کورونو لګېدلي.

د دغو سیمو اوسېدونکو په وار وار مظاهرې کړي او له افغان حکومت او ملګرو ملتونو یې غوښتي چې دغه وضعیت پای ته ورسوي.

مظاهره کوونکو ویلي چې په دانګام ولسواکۍ کې باید د سرحدي ځواکونو ترڅنګ د ملي اردو ځواکونه هم ځای پر ځای شي.

نه یوازې دغه بریدونه بلکې داسې راپورونه هم ډېر ځلې خپاره شوي چې ګنې پاکستاني سرحدي ځواکونه له سرحدي کرښو تېر شوي او د افغانستان په خاوره کې یې دننه پوستې جوړې کړي دي.

که څه هم افغان حکومت له دغو کرښو څخه د اوښتو پاکستاني ځواکونو د ځایونو او واټن په اړه په واضحه توګه څه نه وایي خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی دا سرغړونه مني او وایي ټاکل شوې افغان او پاکستاني لوړ پوړي پاکستاني چارواکي راتلونکې اوونۍ په جلال اباد ښار کې پر دې موضوعاتو سره جرګه شي.

د مدني ټولنو د رسمي شمېرو له مخې، له تېر کال راهیسې د کونړ په سرحدي ولسوالیو کې چې تر بریدونو لاندې دي، شاوخوا ۷۰ تنه وژل شوي، لسګونه ټپیان او زرګونه کسان بې کوره شوي دي.

که څه هم ظاهرآ د پاکستان له لوري د راکټي بریدونو دلیل هغه اورپکي ښودل شوي چې له قبایلي سیمو افغانستان ته را غلي اوبیا کله نا کله پر پاکستاني سرحدي ځواکونو یرغل ور وړي خو ځایي خلک وایي تر اوسه په دغو سلګونو بریدونو کې یو پاکستانۍ اورپکی هم نه دی لیدل شوی چې وژل شوی او یا ټپي شوی وي.

ورته مطالب