افغانستان کې په سېګرټو مالیه لوړيږي

د انځور حقوق PA
Image caption سېګرټ څکول که روږدي کس ته اقتصادي زيان اړوي نو بل پلو ډاکټران وايي چې د هغو گڼو ناروغيو لامل هم گرځي چې هر کال په نړۍ کې گڼ شمېر انسانان وژني.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه هېواد ماليې وزارت ته دنده سپارلې چې د سېګرټو د زیاتو وارداتو مخه ونيسي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا دا خبره تصويب کړه چې ماليې وزارت بايد په بيړه د سېګرټو د ماليې په لوړولو سره د سېګرټو د د ډېرو وارداتو مخه ډب کړي.

تر دې مخکې افغانستان د يوه ورته گام په اخیستلو سره حکومتي ادارو کې د سېګرټو په څکولو بنديز لگولى و.

دا چاره چې په افغانستان کې له سېګرټو لږه ماليه اخیستل کيږي د دې لامل شوې چې دغه هېواد ته په بې خرته کچه سېګرټ وارد شي.

دلته د يوه ډبي سېګرټو تر ټوله ټيټه بيه ۱۵ افغانۍ ده. دې ارزانۍ سېګرټو ته د هر کس لاس رسى اسانه کړى دى.

په افغانستان کې په هټيو کې نژدې هر راز سېګرټ موندل کيږي. دا لا څه چې د سړکونو پر غاړو داسې پلور گاډي هم ولاړ دي چې يوازې او يوازې سېګرټ خرڅوي.

خو اوس افغان حکومت پتېیلې ده چې د سېګرټو د خورا ډېرو وارداتو مخه ونيسي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا د دغه هېواد ماليې وزارت ته سپارښتنه کړې ده چې د سېګرټو د ماليې د لوړولو په برخه کې چټک گامونه پورته کړي.

په افغانستان کې داسې کره شمېرې نشته چې په دغه هېواد کې به په کوم شمېر کسان په سېګرټو روږدي وي خو د يوې نړيوالې شمېرنې پربنسټ د دغه هېواد روغتيا وزارت په پلازمېنه کابل کې د ښوونځي د زده کونکو د يوې سروې په اړه ويلي وو چې په ۱۰۰ کې ۱۶ زلموټي سېګرټ څکوي او اندېښنه يې ښوولې وه چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به دا شمېره په ۱۰۰ کې ۲۴ ته پورته شي.

افغانستان په دولتي ادارو، هوټلونو او نورو سر پټو ځايونو کې د سېګرټو په څکولو بنديز لگولى.

گڼ افغانان وايي چې کله کله دې بنديز ته پام نه کيږي.

سېګرټ څکول که روږدي کس ته اقتصادي زيان اړوي نو بل پلو ډاکټران وايي چې د هغو گڼو ناروغيو لامل هم گرځي چې هر کال په نړۍ کې گڼ شمېر انسانان وژني.

ورته مطالب