د بشري تېریو د رپوټ ژر خپرېدا وغوښتل شوه

Image caption د تېرو ۳۰ کلو بشري جنايتونو په اړه رپوټ چې "له ١٣٥٧ کال نه د افغان شخړې نقشه" نومېږي، تر بشپړېدو اووه مياشتې وروسته هم خپور نه شو.

يو شمېر ټولنيزو فعالانو د بشري حقونو افغان کميسيون پړ بللى چې د ولسي باور په خپلولو کې پاتې راغلى دى.

دغه کميسيون د تېرو ۳۰ کلو بشري جنايتونو په اړه رپوټ چې "له ١٣٥٧ کال نه د افغان شخړې نقشه" نومېږي، تر بشپړېدو اووه مياشتې وروسته هم خپور نه کړ.

ځينې سرچينې وايي چې د رپوټ مخه د حکومت مخورو څېرو او ښايي امريکايانو نېولې چې د يوه بل کورني ناورين پر پيل اندېښمن دي.

په دغه رپوټ کې د کمونستانو له مهاله د طالبانو رژيم تر ړنگېدو پورې ډله ييزې وژنې څېړل شوي او د ټولو پړو نومونه ياد شوي چې ځينې همدا اوس په حکومت کې د سر سر څوکۍ لري.

د بشري جنايتونو د ارزونې دغه رپوټ په خپله د ولسمشر حامد کرزي په لارښوونه چمتو شوى چې تر ٤٠ ډېرو پلټونکو پرې شپږ کاله کار کړى دى.

د رپوټ جزييات له خپرېدو راگرځول شوي، خو ځينو پلټونکو په ډاگه کړې چې د ډله ييزې وژنې نژدې ۲۰۰ سيمې يې لټولي او مستند کړي دي.

خو دوى اندېښنه لري چې ځينې ډله ييز قبرونه د واکمنو زور واکو له خوا له منځه ځي او په ځينو ځايونو لکه مزارشريف کې پرې د زور واکو په لارښوونه نوې ودانۍ جوړې شوي چې نښې يې ونه موندل شي.

ورته مطالب