د افغانستان بنسټیزې پروژې 'نابشپړې پاتې کېږي'

امریکايي پوځيان د انځور حقوق AP
Image caption راپور وايي چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه د امریکايي پوځيانو تر وتلو پورې به ځینې بنستیزې پروژې بشپړې نه شي.

د امریکايي حکومت له لوري خپور شوی راپور، چې واشنګټن پوست ورځپاڼې هم خپور کړی، ښيي چې افغانستان کې ډېری د بیارغاونې پروژې به د ۲۰۱۴ کال ترپایه بشپړې نه شي.

په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د بیارغاونې پروژې تر ټاکل شوي مهال وېشه نه شي بشپړېدلی.

په راپور کې د افغانستان د بیارغنیزو پروژو لپاره ځانګړي امریکايي څارونکي جان ساپکو ویلي د افغانستان حکومت هومره پیسې او وړتیاوې نه لري چې دغه پروژې پرې بشپړې کړي.

ددغې ورځپاڼې په وینا، هغه پیسې چې د افغانستان د بنسټیزو پروژو لپاره ځانګړې شوې وې، له اورپکو سره د مبارزې پر چارو لګول شوې دي.

د امريکا کاګرېس ته په دغه په راپور کې ويل شوي د امريکا حکومت لويه اندازه پيسې چې يوازې په ۲۰۱۱ کال کې سترو بنسټيزو پروژو لګېدلې او۴۰۰ مليون ډالره ښوول شوي، کېدی شي د ناوړه پلانونې له کبله ضايع شوې وي.

په راپور کې په يو شمېر ځانګړيو پروژو چې د افغانستان بنسټيزې ابادۍ لپاره د امريکا صندوق له خوا پر مخ بېول کېږي، نيوکې شوې چې يې له ۶ نيولې تر مياشتو پورې له ټاکل شوي مهالوېش وروسته پاتې دي.

راپور دې ته هم ګوته نيولې ګنې افغان حکومت به د دې توان ونه لري چې دغه پروژې پر مخ بوځي. خو افغان اقتصاد وزير ښاغلی ارغنديوال د افغانان پر توان باور ښيي:

د راپور چمتو کوونکي وايي که چېرې بیارغنیزې پروژې بشپړې نه شي او یا ادامه پیدا نه کړي، نو افغانستان کې به د امریکا ماموریت منفي پایلې ولري.

ښاغلی ساپکو وايي: ''که چېرې اهداف وټاکل شي، خو پایته ونه رسېږي، هم به د افغانستان حکومت او هم د امریکا حکومت د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي.''

د طالبانو د غورځنګ له ړنګېدا وروسته امریکا د افغانستان تر ټولو لوی مرستندویه هېواد دی.

تر اوسه امریکا د افغانستان له بنسټیزو او بیارغنیزو پروژو او له اورپکو سره د مبارزې په برخه کې میلیاردونه ډالر مرسته کړې ده.

ورته مطالب