ناټو افغانستان کې خپل سلاکاران کموي

ایساف سرتېري هلمند کې د انځور حقوق
Image caption دا مهال افغانستان مېشتو ایساف ځواکونو کې شاوخوا ۳۰۰ پوځي سلاکاران د افغانستان په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

ناټو سازمان اعلان کړی، چې له افغانستانه د ۲۰۱۴ کال ترپایه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې خپل پوځي سلاکاران کموي.

دغه سازمان ویلي چې خپل ځینې پوځي سلاکاران به د افغان پوځ د قوماندې په ځينو مرکزونو کې وګماري.

افغانستان کې د ایساف ځواکونو یوه جنرال سټیفن دای ویلي، دا ګام "د دندې د بدلون په موخه نه، بلکې د تګلارې د تغییرولو په هدف" اخلي.

دا مهال افغانستان مېشتو ایساف ځواکونو کې شاوخوا ۳۰۰ پوځي سلاکاران د افغانستان په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

ددغو سلاکارانو له ډلې –چې ډېری یې امریکایان دي- دنده افغان پوځي قومندانانو ته د اداري، لوجستيکي او ځواکونو د خوځښت په اړه د سلامشورو ورکول او پلان جوړول دي.

جنرال دای زیاته کړه چې د افغان پولیسو په لیکو کې به د سلاکارانو یوه بله ډله د پلی ځواکونو ترمنځ د اړیکو چارې سمبالوي.

دوی وايي چې دغه سلاکاران د چورلکو په مټ د ټپیانو د لېږد او سمبالونې چارې هم پرغاړه لري، او د افغان پوځیانو د روزنې څارنه به کوي.

دای وویل، له دې ټولو چارو موخه دا ده چې افغان ځواکونو د امنیت نیولو جوګه شي او د وسله والو طالبانو د عملیاتو پرضد ښه سم وروزول شي.

د فرانسې وتل

بل خوا، د کابل په لوېديځ سروبي کې په رسمي توګه فرانسوي پوځيان له دغې سیمې ووتل.

شاوخوا درې زره فرانسوي پوځيان لاهم کابل کې شته.

د تېر اپریل پر ۱۲مه د سروبي امنیتي چارې په رسمي توګه افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

ورته مطالب