ولسي جرګه کورنيو او دفاع وزیران استيضاح کوي

Image caption د استيضاح د غونډې په ترڅ کې به د ولسي جرگې استازي، له دغو وزيرانو نه د اړوندو موضوعاتو په تړاو پوښتنې وکړي.

د افغانستان ولسي جرگه د دغه هېواد د کورنيو چارو او دفاع وزيران پر کونړ د پاکستان د بريدونو او يو شمېر نورو امنيتي پېښو په تړاو استيضاح کړي دي.

د یادې شوې جرگې اداري پلاوى وايي که وزيران د ولسي جرگې د استازو پوښتنو ته قناعت بخښونکي ځوابونه ور نه کړي نو بيا به دغو وزيرانو ته د باور او نه باور رايې اچول کيږي.

د دفاع او کورنيو چارو وزيران تېره اوونۍ د ولسي جرگې يوې استجوابيه غونډې ته بلل شوي وو خو يو شمېر استازو وويل چې د دغو وزيرانو د استيضاح لپاره ټول اړين شرطونه پوره شوې دي نو وپتېيل شوه چې د استجوابيه غونډې پر ځاى يې د استيضاح غونډې ته وروبولي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي او د دفاع وزير عبد الرحيم وردگ تېره اوونۍ د ولسي جرگې يوې استجوابيه غونډې ته غوښتل شوي وو خو دواړو وزيرانو ته وخت ورنه کړل شو چې د استازو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د يادې شوې جرگې اداري پلاوي بي بي سي ته وويل دا چاره ځکه وځنډېده چې د دوى تر راتلو مخکې ٢٠ سلنه استازو د دغو وزيرانو د استيضاح لپاره لاسليکونه کړي وو نو جرگې پرېکړه وکړه چې د استجواب غونډه پاتې شوه او ياد شوي وزيران دې د شنبې په ورځ (اګست څلورمه) استيضاح ته راشي.

د ولسي جرگې دويم مرستيال نعمت الله غفاري وويل دغه وزيران چې د کومو خبرو له کبله اسيضاح کيږي په سر سر کې يې پر کونړ د پاکستان د توغنديزو بريدونو خبره راځي.

د استيضاح د غونډې په ترڅ کې به د ولسي جرگې استازي، له دغو وزيرانو نه د اړوندو موضوعاتو په تړاو پوښتنې وکړي.

که پوښتنو د ولسي جرگې قناعت تر لاسه کړ خو ښه خبره ده کنه نو بيا به دغو وزيرانو ته د باور رايه ورکوي.

که کوم وزير اړينې رايې تر گوتو نه کړي له دندې به گوښه کيږي.

ښايي ننگونکې خبره چې د دفاع او کورنيو چارو وزيران به ورسره مخامخ شي، همدغه پر کونړ د پاکستان د توغنديزو او توپچي بريدونو ده چې په دې وروستيو کې يې بيا زور کړى دى.

د افغانستان د ملي امنيت مشر رحمت الله نبيل او د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول هم تېره اوونۍ په دې اړه د ولسي جرگې يوې استجوابيه غونډې ته بلل شوي وو.

ښاغلي نبيل د دې خبرې پخلى وکړ چې پاکستان پر افغانستان بريدونه کوي. بله دا چې "سیمه ییز افغانان دې ته اړباسي چې يا سيمې پرېږدې او یا پاکستاني شناخت کارډونه واخلي".

د ملي امنيت مشر دا هم ويلي وو چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه له خپلو پوستو څخه د افغانستان په خاوره کې مخکې راغلي دي.

او د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول ويلي چې د دوى دپلوماتيکو هڅو گټوره پايله نه لرله او افغانستان بايد په دې برخه کې يوه ملي پرېکړه وکړي.

پاکستان ويلي د افغانستان له خاورې پرې وسلوال طالبان ډزې کوي او دوى يې ځواب ورکوي.

خو يو شمېر سیمه ییز اوسېدونکي او پوځي کارپوهان تور لگوي او وايي چې پاکستان د کومو طالب ډلو خبره کوي دا يې خپله د خپلو گټو او ورته موخو لپاره جوړې کړې دي.

ورته مطالب