افغان-تاجک پولې بندېدل "ودانیزې چارې زیانمنولی" شي

Image caption د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډې پولې بندېدو په بدخشان کې افغان سیمه ییز چارواکي اندېښمن کړي.

په بدخشان کې سیمه ییز چارواکي وايي، که د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډې پولې بندښت دوام وکړي نو په دغه ولایت کې به ځینې ودانیزو پروژو ته ګواښ پېښ کړي.

د دوی په وینا په دغه ولایت کې د ودانیزو پروژو لپاره ساختماني مواد له تاجکستانه راوړل کیږي.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډه پوله تېره اوونۍ وروسته له هغې وتړل شوه چې د تاجکستان په بدخشان ولایت کې د تاجک چارواکو له خوا چاڼیز عملیات پیل شول او له عملیاتو وروسته یې د یو شمېر افغان اورپکو د نیولو ادعا وکړه.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډې پولې بندېدو په بدخشان کې افغان سیمه ییز چارواکي اندېښمن کړي او وایي که دغه لړۍ دوام وکړي نو په دغه ولایت کې به روانو ودانیزو چارو ته ګواښ پېښ شي.

د بدخشان ولایت د والي ویاند عبدالمعروف راسخ په وینا، "تر ډېره د ودانیزو پروژو لپاره ساختماني توکي له تاجکستانه راوړل کیږي او که پوله د اوږدې مودې لپاره بنده پاتې شي نو ودانیزې چارې به زیانمنې کړي".

نوموړی وايي، اوس مهال د ودانیزو پروژو لپاره زېرمه شوي مواد شته او هیله ښيي چې دغه پوله ژر تر ژر پرانیستل شي.

هغه دغه راز وویل، په سرحدي ښارونو کې به د دواړو هېوادونو د وګړو له خوا په ۱۵ ورځو کې یو ځل د خوراکي توکو بازار جوړېده چې د پولې د بندېدو له امله دغه چاره ځڼډېدلې ده خو د خوراکي توکو له کبله یې د اوس مهال لپاره کومه ستونزه نه ده جوړه کړې.

د بدخشان ولایت د ویاند په وینا اوس مهال پوله د دواړو ولایتونو د وګړو پر مخ پرانیستې ده خو په سرحد کې د دواړو هېوادونو پوځي ځواکونه پراته دي او هغه چا ته چې ویزه نه لري د تلو، راتلو اجازه نه ورکوي.

تېره اوونۍ وروسته له هغې دغه پوله وتړل شوه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تاجکستان په بدخشان ولایت کې د اورپکو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د پیلېدو اعلان وکړ.

ورته مطالب