د حاجيګک کان پر سر خبرې وروستي پړاو ته رسېدلي

د انځور حقوق BBCPersian.com
Image caption د حاجيګک د اوسپنې کان څه موده وړاندې د اوطلبۍ ته وړاندې شوی و.

د افغانستان د کانو وزارت وايي، د بامیانو د حاجيګک د اوسپنې کان دکیندلو په موخه یې له هندي او کاناډايي کمپنیو سره خبرې وروستي پړاو ته رسېدلي او تمه ښيي، چې له روژې میاشتې وروسته به ورسره قرار دادونه لاسلیک کړي.

دغه وزارت وايي، هندي او کانډايي کمپنۍ به له قرارداد وروسته درې کاله وخت ولري، چې خپلې څېړنې بشپړې کړي.

د اټکل له مخې د بامیانو د حاجيګک د اوسپنې په کان کې د شاوخوا ۱، ۸ میلیارده ټنه اومه اوسپنه شته ده، چې د افغانستان د راتلونکې اقتصادي ښېرازۍ یوه ښه سرچینه بلل کیږي.

د افغانستان د کانونو وزرات چارواکي وايي، له اوږدو خبرو وروسته اوس له هندي او کانډايي کمپنیو سره دې پایلې ته رسېدلي، چې د حاجيګک د اوسپنې کان د څلورو بلاکونو قراردادونه له روژې میاشتې وروسته لاسلیک کړي.

د حاجيګک د اوسپنې کان څه موده وړاندې د اوطلبۍ ته وړاندې شوی و، چې درې بلاکونه یې هندي کمپنیو او یو بلاک یې د کاناډايي کمپینو قرار دادونو ته غوره شول.

د افغانستان د کانو مرستیال وزیر جلیل جمراني بي بي سي ته وویل، له دغو کمپنیو سره یې خبرې اوس وروستي پړاو ته رسېدلي او تمه ښيي، چې نژدې یوه میاشت وروسته به قرار دادونه لاسلیک کړي.

ښاغلي جمراني وايي، د دوی د سرویو له مخې د بامیانو د حاجيګک د اوسپنې په کان کې د شاوخوا ۱،۸میلیارده ټنه اومې اوسپنې اټکل شوی چې د افغانستان د راتلونکې اقتصادي ښېرازۍ یوه ښه سرچینه هم بلل کیږي.

هندي کمپنۍ به د ۳۰ کلونو لپاره په حاجيګک کې د اوسپنې د استخراجولو چارې مخ ته وړي.

حاجيګک د مسو له عینک کان وروسته دویم ستر کان دی، چې نړیوالې پانګونې ته وړاندې شوی دی.

ورته مطالب