کرزي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران وټاکل

وردګ او محمدي د انځور حقوق
Image caption د تېرې شنبې په ورځ ولسي جرګې دواړو وزیرانو ته د باور رایه ورنه کړه.

ولسمشر حامد کرزي جنرال عبدالرحیم وردګ او بسم الله محمدي یوه ورځ وروسته تر هغه چې ولسي جرګې صلاحیت ترې واخیست، بېرته پر خپلو وزارتونو د سرپرستو وزیرانو په توګه ټاکلي دي.

دواړه کسان د تېرې شنبې په ورځ ولسي جرګې د رای اچونې د بهیر په پایله کې بې باوره اعلان کړل او له حامد کرزي یې د نویو وړ کسانو د ژر ورمعرفي کولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې د ولسي جرګې پرېکړې ته درناوی لري او ښاغلی وردګ او محمدي بېرته ددفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران ټاکي.

په اعلامیه کې راغلي چې "ولسمشر، ستر جنرال عبدالرحیم وردګ او ستر جنرال بسم الله محمدي د هېواد ریښتيني، هڅاند او مجاهد زامن وبلل او هغوی ډېر کلونه د افغانستان په نوي جوړښت کې کار کړی."

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه وايي، چې دواړه به د قانون له مخې نویو وزیرانو تر معرفي کولو پورې پر خپلو دندو پاتې کېږي.

د خبرپاڼې په حواله "دا چې د افغانستان حکومت نه یوازې د هغوی په ډېرو ښو دولتي مډالونو وویاړي، بلکې له هغوی څخه به د تجربه لرونکو افرادو په توګه وغواړي چې د حکومت په نورو برخو کې د خپلو خلکو او هېواد لپاره خدمت ته دوام ورکړي."

له دغو امنیتي چارواکو داسې مهال د ولسي جرګې له لوري د باور رایه اخیستل شوې، چې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي لېږد لړۍ روانه ده.

جنرال عبدالرحیم وردګ لوړې پوځي زده کړې امریکا کې کړي دي، او په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان ددفاع د وزیر په توګه وټاکل شو.

هغه په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د مجاهدینو ترڅنګ افغانستان کې د شوروي ځواکونو پرضد جنګېده.

ورته مطالب