افغان ولسمشر ددفاع او کورنيو چارو پر وزيرانو پرېکړه کوي

وردګ او محمدي
Image caption د ولسمشرۍ ماڼې دغه سرچينه وايي داسې نه ښکاري چې افغان ولسمشر دې د ولسي جرگې له دغې پريکړې سره مخالفت وکړي او ښايي ډير ژر ددوى ځایناستي ولسي جرگې ته وروپېژني چې د باور رايه ورکړي.

په پام کې ده چې ولسمشرحامد کرزى نن (یکشنبه/ اګست ۵) د افغانستان ددفاع او کورنيو وزيرانو پر برخليک تصميم ونيسي.

اټکل کېږي چې په همدې موخه لومړى د افغانستان د ملي امنيت غونډه جوړه شي او بيا ولسمشرپه دې اړه خپل تصميم اعلان کړي.

ولسي جرگې پرون ددفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ او دکورنيو چارو له وزير جنرال بسم الله محمدي نه له دې کبله د باور رايه بېرته واخيسته، چې ويل يې دوى د پاکستان له خاورې د توغنديزو بريدونو په ځواب کې څه نه دي کړي.

په وروستيو کې د افغانستان د څارگرې ادارې مشر رحمت الله نبيل ويلي وو چې يوازې تېرو څلورو مياشتو کې د پاکستان له خاورې د کونړ په سرحدي سيمو تر دوه زره ډېر توغندي توغول شوي دي.

وزيرانو وويل چې د هېواد ختيځو پولو ته د تازه ځواکونواو توپچي په استولو سره په دې برخه کې يې اړين گامونه اوچت کړي، خو ولسي جرگه پرې قانع نخ شو او له دندو يې ليرې کړل.

د ولسي جرگې دغه گام په داسې مهال چې امنيتي مسؤوليتونه افغانانو ته لېږدول کېږي، پر ولسمشر حامد کرزي يو دروند گوزار بلل کېږي.

خو ارگ ماڼې ته نژدې يوې سرچينې بي بي سي ته وويل چې د توکيو کنفرانس نه دمخه داسې يوه طرحه وه چې په کابينه کې بدلون راشي او ظاهراً ولسمشر داسې پلان هم درلود چې ددفاع وزير جنرال وردگ له دندې لېرې کړي.

د انځور حقوق AP
Image caption د ولسمشرۍ ماڼې دغه سرچينه وايي داسې نه ښکاري چې افغان ولسمشر دې د ولسي جرگې له دغې پريکړې سره مخالفت وکړي

د توکيو په کنفرانس کې د فساد په وړاندې د مبارزې د سختولو په برخه کې د نړيوالو له بيا بيا غوښتنې وروسته، کله چې ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د اصلاحاتو او فساد په وړاندې د مبارزې په وړاندې خپله نوي تگلاره اعلان کړه، نو د سرچينې په وينا طرحه دا شوه چې د وزيرانو د ادلون بدلون تر څنگ بايد يوشمېر ريیسان او واليان هم له دندو ليرې شي.

د ولسمشرۍ ماڼې دغه سرچينه وايي داسې نه ښکاري چې افغان ولسمشر دې د ولسي جرگې له دغې پريکړې سره مخالفت وکړي او ښايي ډير ژر ددوى ځایناستي ولسي جرگې ته وروپېژني چې د باور رايه ورکړي.

ښايي همدا دليل وي چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼې په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي چې د اساسي قانون له مخې دا د دولسي جرگې حق دى چې له وزيرانو د باور رايه بيرته واخلي .

ورته مطالب