د گمرکونو کمېشن کاران "په فساد کې ښکېل دي"

د انځور حقوق Getty
Image caption د ماليې وزارت د جوړښت له مخې په گمرکونو کې يو شمېر کسان د کمېشن کارانو په نامه دندې تر سره کوي.

د افغانستان د خوراکي توکيو د پلورونکو ټولنه تور لگوي چې د گمرکونو کمېشن کاران په فساد کې ښکېل دي.

دوی وايي ډېر ځله د ماليې وزارت له خوا ورپېژندل شوي دغه کمېشن کاران سوداگرو ته وايي چې "ستا توکي به په گمرک کې لږ حساب کړم خو ته به ماته دومره پيسې راکوې".

بله دا چې دغه کسان د پيسو اخستلو لپاره د دوى چارې ځنډوي.

د افغانستان د خوراکي توکيو د پلورنکو د ټولنې مشر فضل الرحمن بي بي سي ته وويل چې دا وخت د کمېشن کارانو نه دى او ماليې وزارت بايد دا چاره انلاين (برېښنايي) او کمپيوټري کړي.

خو د ماليې وزارت وايي چې دا د کمېشن کارانو پر وړاندې يوه ادعا ده خو که ثابته شي سر غړونکي کمېشن کاران به عدلي او قضايي بنسټونو ته ور وپېژني.

د ماليې وزارت د جوړښت له مخې په گمرکونو کې يو شمېر کسان د کمېشن کارانو په نامه دندې تر سره کوي.

د دغو کمېشن کارانو دنده دا وي چې د يو اندازه پيسو په بدل کې د سوداگرو قانوني گمرکي چارې تر سره کړي.

خو د خوراکي توکيو د پلورنکو ټولنه وايي چې د کمېشن کارۍ جوړښت درغليو او فساد ته لاره هواره کړې ده.

د يادې ټولنې مشر انجينير فضل الرحمن بي بي سي ته وويل چې کمېشن کاري له اوسني کمپيوټري او انټرنېټي مهال سره هيڅ سمى نه خوري.

نوموړي وويل که دا سيستم له منځه لاړ شي د فساد د مخنيوي په گډون به گڼې گټې ولري.

خو د ماليې وزارت اوس هم د کمېشن کارانو شتون کارنده بولي او وايي چې د خوراکي توکيو د پلورونکو ټولنې تش تور لگولى.

د ياد وزارت وياند وحيدالله توحيدي وايي که ثبوت راوړي سرغړونکى کمېشن کار به عدلي او قضايي بنسټونو ته وروپېژني.

د افغانستان په گمرکونو کې چې څوک د کمېشن کار په توگه دنده تر سره کوي، د دغه هېواد ماليې وزارت ترې ضمانت اخلي او بيا يو روزنيز پړاو تر سره کوي چې تر برياليتوب وروسته د کمېشن کارۍ رسمي جواز ورکول کيږي.

خو د هټيوالو ټولنه وايي چې دا هر څه له تېر مهال سره ښه وو او اوس يې وخت دى چې د کمېشن کار دنده کمپيوټر او انټرنېټ ته وسپارل شي.

ورته مطالب