افغان هوايي ځواک د خپلواکو عملیاتو جوګه کېدونکی دی

افغانستان وسمهال ايله بيله پنځوس الوتکي لري او بس .
Image caption افغانستان وسمهال ايله بيله پنځوس الوتکې لري.

په افغانستان کې د هوايي ځواک بيا رغاونه او پياوړتيا هغه څه دي،چې يو شمېر پوځي کارپوهان ورسره په راتلونکي کې د دغه هيواد د ټولو پوځي ځواکونو برخليک تړي،خو بيا هم داسې برېښي چې په افغانستان کې ښکيلو نړيوالو ځواکونو دې اړخ ته اړين پام نه دى کړې.

اوس افغانستان ميشتي نړيوال سوله ساتي ځواکونه وايي چې د افغانستان هوايي ځواک جوړول به په پرتليز ډول اوږده مهال ته اړتيا ولري.

د يادو شويو ځواکونو وياند گونتر گس وايي چې افغان هوايي ځواکونه به د ۲۰۱۶ ميلادي کال په شاوخوا کې د خپلواکو او بشپړو عملياتو توان بيامومي:

''موږ هيله لرو چې افغان هوايي ځواک په نژدې ۲۰۱۶ ميلادي کال کې بشپړو عملياتو ته چمتو شي، او دا ځکه چې دا له روزنې سره تړاو لري، نه يوازې د پيلوټانو روزنه بلکې د تخنيکي مرستندويانو روزنه هم ډيره اړينه ده، وسمهال موږ يو سلو پنځه پيلوټان تر روزنې لاندې لرو خو ددوى روزنه او بيا عملياتو ته چمتو کيدل اوږده وخت ته اړتيا لري.''

شاوخوا دوه لسيزې مخکې د افغانستان هوايي ځواک د پنځو سوو پوځي او ترانسپورتي الوتکو په لرلو سره د سيمې په کچه يو پياوړى هوايي ځواک وو.

خو تر ډېره ډېره دغه ارزښتناکه شتمني د مجاهدينو د خپل منځي وسله والو نښتو له کبله له منځه لاړه تر دې چې پاتې شوني يې هم د کباړ په نامه يو شمېر گاونډيو هېوادونو ته واړول شول.

افغانستان وسمهال ايله بيله پنځوس الوتکې لري او بس.

خو د امريکا متحدو ايالتونو څو مياشتې مخکې ويلي وو چې تر ۲۰۱۶ کال پورې به افغانستان ته ۱۵۰ وسمهالې الوتکې ورکړي، خو بيا هم افغان پوځي کارپوهان وايي چې دغه شمېر الوتکې د افغانستان په څېر يوه هېواد ته بسنه نه کوي.

له همدې کبله دا اندېښنه هم پايي چې ښايي د افغان هوايي ځواک له پياوړتيا پرته ددغه هېواد نورو امنيتي ځواکونو ته د دفاع چاره ستونزمنه پرېوځي.

ورته مطالب