د افغانستان دفاع سرپرست وزیر استعفا وکړه

وردګ
Image caption جنرال عبدالرحیم وردګ لوړې پوځي زده کړې امریکا کې کړي دي، او په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان ددفاع د وزیر په توګه وټاکل شو.

د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ کابل کې د وینا پرمهال خپله استعفا اعلان کړه.

نوموړي له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل، چې ژر یې استعفا ومني.

ښاغلی وردګ دفاع وزارت کې خبریالانو ته وویل، چې له ده څخه د ولسي جرګې له لوري د باور د رایې اخیستو پرېکړه له هېڅ راز څرګندونې کولو پرته د افغانستان تاریخ او خلکو ته پرېږدي.

نوموړي وویل: "دیموکراسۍ ته په پابندۍ د یوه هېوادوال په توګه، د ولسي جرګې پرېکړې ته درناوی لرم، د پارلمان تصمیم ته په پام سره، د دفاع وزارت له څوکۍ خپله استعفا اعلانوم."

د روانې زمري میاشتې پر ۱۵ مه ولسمشر حامد کرزي جنرال عبدالرحیم وردګ او بسم الله محمدي یوه ورځ وروسته تر هغه چې ولسي جرګې صلاحیت ترې واخیست، بېرته پر خپلو وزارتونو د سرپرستو وزیرانو په توګه وټاکل.

دواړه کسان د تېرې شنبې په ورځ ولسي جرګې د رای اچونې د بهیر په پایله کې بې باوره اعلان کړل او له حامد کرزي یې د نویو وړ کسانو د ژر ورمعرفي کولو غوښتنه وکړه.

له دغو امنیتي چارواکو داسې مهال د ولسي جرګې له لوري د باور رایه اخیستل شوې، چې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي لېږد لړۍ روانه ده.

جنرال عبدالرحیم وردګ لوړې پوځي زده کړې امریکا کې کړي دي، او په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان ددفاع د وزیر په توګه وټاکل شو.

هغه په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د مجاهدینو ترڅنګ افغانستان کې د شوروي ځواکونو پرضد جنګېده.

ورته مطالب