یوناما: سویل کې هدفي وژنې ډېرې شوي دي

د انځور حقوق
Image caption رپوټ کې راغلي چې د دغه هدفي وژنو ډیری قربانیان په سویلې حوزه کې دي.

د ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور له مخې وسله والو طالبانو په تېرو شپږ میاشتو کې ډیر شمېر هغه ملکي خلک وژلي دي چې له افغان دولت او یا هم نړیوالو ځواکونو سره تړاو لري او یا ورته وفاداره دي.

کندهار کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر یوناما د پنجشنبې په ورځ د دغه راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې د طالبانو په هدفي وژنو او بریدونو کې ۲۵۵ کسان وژل شوي او ۱۰۱ تنه نور ژوبل شوي دي.

دا شمېرې د تېر میلادي کال د همدې مودې په پرتله ۵۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

رپوټ کې راغلي چې د دغه هدفي وژنو ډیری قربانیان په سویلې حوزه کې دي. سرچینه دا رنګه زیاتوې چې د افغانستان په کچه د ولسي مرګ ژوبلې ۵۰ سلنه له سویلې حوزې سره تړلې ده.

د یوناما د دغه راپور له مخې د روان کال د شپږو میاشتو په ترڅ کې ۱،۱۴۵ تنه ولسې افغانان وژل شوي چې یوازې ۴۰۷ تنه یې په سویل کې وو. همدارنګه د روان عیسوې کال له جنورې نه تر جولای پورې افغانستان په کچه ۱،۹۵۴ تنه ژوبل شوي چې ۴۸۲ تنه يی سویل کې دي.

کندهار کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما خپل دغه شپږ میاشتنی راپور په داسې حال کې خپروي چې چې تیره اوونې د ملیشو یوه قومندان د ارزګان په ولایت کې په پېښه کې ۱۴ تنه ملکي وګړي و وژل.

ورته مطالب