"محمدي سر پرست وزیر په توګه دندې ته دوام ورکوي"

Image caption وروسته له هغه چې د افغانستان ولسي جرګې پر کوڼر د راکټي بریدونو او نا امنۍ پېښو د ډېرېدو له امله د دفاع او کورنیو چارو وزیران بې واکه کړل.

د افغانستان د کورنیو چاورو وزارت وايي، د دغه وزارت سر پرست بسم الله محمدي خپلې دندې ته دوام ورکوي او استعفا به و نه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پرېکړه وکړه چې د دفاع او کورنیو چارو وزیران به د نوو وزیران تر معرفي کېدو پورې د سر پرستو وزیرانو په توګه خپلو دندو ته دوام ورکوي.

دغه دواړه وزیران د ولسي جرګې له خوا پر کوڼر د راکټي بریدونو له امله بې واکه شوي و او له ولسمشره یې غوښتې و چې ژر تر ژره دې دغې جرګې ته نوي وزیران معرفي کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر بسم الله محمدي به د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې خپلې دندې ته دوام ورکړي او استعفا به ونه کړي.

"د ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې به د کورنیو چارو وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي خپلې دندې ته دوام ورکړي".

وروسته له هغه چې د افغانستان ولسي جرګې پر کوڼر د راکټي بریدونو او نا امنۍ پېښو د ډېرېدو له امله د دفاع او کورنیو چارو وزیران بې واکه کړل، د دغه هېواد د ملي امنیت شورا پرېکړه وکړه چې دغه دواړه وزیران به د نویو وزیران تر معرفي کېدو پورې د سرپرست هغو په توګه خپلو دندو ته دوام ورکوي.

خو د دفاع پخواني وزیر عبدالرحیم وردک د ولسي جرګې له خوا له بې واکه کېدو دوې ورځې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه او ویې ویل چې د سرپرست وزیر په توګه به خپلې دندې ته دوام نه ورکوي.

د ښاغلي وردک له استعفا وروسته د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې د دفاع وزارت لومړی مرستیال عنایت الله نظري د دغه وزارت د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو.

خو د اساسي قانون له مخې باید ولسمشر کرزی د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو له بې واکه کېدو وروسته تر یوې میاشتې پورې نوي نوماند وزیران ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.

ورته مطالب