یوې بمي چاودنې د اشکمش ښاروال وژلی

Image caption د برید پړه طالبانو په غاړه اخیستې ده.

د افغانستان په شمال تخار کې چارواکي وايي چې د سړک د غاړې يوې بمي چاودنې پنځه کسه وژلي دي.

ولايتي چارواکي وايي په وژل شويو کې د اشکمش ولسوالۍ ښاروال عبدالعزیز او د هغه ورور چې د تخار د سولې د عالي شورا غړی دی هم شامل دي.

د تخار د والي وياند فیص محمد توحیدي وايي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې وژل شوي له اشکمش نه د تالقانو ښار ته روان وو.

د تخار د سولې د عالي شورا مشر قادر افغان ویلي په پېښه کې د سولې شورا د غړي حاجي هاشم وژنه به د وسله والو مخالفینو سره د سولې بهیر زیانمن کړي. د ښاغلي افغان په وینا حاجي هاشم له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرو اترو لپاره تالقان ته سفر کاوه چې موټر يې په بم برابر شو.

د برید پړه طالبانو په غاړه اخیستې ده.

بل خوا د تخار والي وايي د اشکمش د ولسوال عبدالمنان موټر چې د تالقان په لور روان و نن له غرمې د وسلوالو طالبانو تر بريد لاندې راغى خو هغه او ملګري يې ترې روغ ووتل.

توحيدي وويل د ولسوال له ساتونکو سره په نښته کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او نور طالبان له سيمې تښتېدلي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تېر کال د سولې د عالي شورا مشر او پخوانۍ ولسمشر برهان الدین رباني هم په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

اشکمش کې طالبان شته او کله نا کله په نړیوالو ځواکونو او دولتي چارواکو بریدونه کوي.

ورته مطالب