نيمروز او کندز کې ځانمرګو او چاودنې۵۰ کسه وژلي

د خپريدو وخت: 04:52 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391

افغان چارواکي وايي د وژل شويو او ټپي شويو ډيره برخه ملکيان دي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

د افغانستان له لويديځ نيمروز نه وروستي راپورونه وايي چې په مرکز زرنج کې د همغږو ځانمرګو بريدونو په پايله کې د وژل شويو کسانو شمېر لږ تر لږه ۳۸ ته رسېدلی.

د نيمروز د عامې روغتیا مسؤولين وايي په دغو بريدونو کې چې تېره ورځ (سه شنبه، اګست ۱۴) رامنځته شول د ټپي شويو کسانو شمېر هم له ۱۰۰ اووښتی دی.

په سيمه کې د بی بي سي خبريال چې د زرنج ښار روغتونونو ته يې سر ورښکاره کړی وايي د قربانيانو په سلګونه پايوزان د هر روغتون مخې ته ور ټول دي.

دی وايي د ولايتي روغتونونو د کم ظرفيت له امله يو شمېر ټپيان ايساف ځواکونو خپلو روغتونونو ته انتقال کړي، يو شمېر شخصي او ځينې نور نژدې ولايتونو ته لېږدول شوي دي.

افغان چارواکي وايي د وژل شويو او ټپي شويو ډيره برخه ملکيان دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د نيمروز د پوليسو قومندان موسی رسولي بي بي سي ته ويلي د ماسپښين له درېو بجو وروسته شپږو ځانمرګو بريدګرو په مرکز رزنج بريد وکړ.

د نيمروز د پوليسو قومندان وايي يوه بریدګر خپل ځان د دغه ولايت له مرکزي روغتون سره نژدې چولی چې همدې بريد ډېر تلفات هم رامنځته کړي دي.

ده زياته کړه بل بريدګر خپل ځان د ملی راډيو تلويزيون دفتر ته څېرمه الوځولی او دريم يې خپل ځان په يوه څلور لارې کې چولی دی.

دی وايي درې ځانمرګي وړاندې له دې چې خپلو هدفونو ته ورسېږي، د پوليسو له لوري له وېشتل شوي دي.

د نيمروز والي عبدالکريم براهوي وايي: " ځانمرگو ځانونه له گڼې گوڼې په ډکو سيمو کې چوولي دي او ملکي وگړي يې په نښه کړي دي."

د هلمند او فراه ولايتونو په گاونډ کې پروت نيمروز په پرتله ييزه توگه د افغانستان ارام ولايت گڼل کيږي او دا بريد يې په تيرو لسو کلونو کې تر ټولو خونړى دى.

چاودنه

د کندز چاودنه له روژه ماتي يوازې څو دقيقې وړاندې شوې ده.

ملگرو ملتونو په دې وروستيو کې ويلي و چې د روان ميلادي کال په لومړنيو شپږو مياشتو کې د تير کال په پرتله د ملکي وگړو د وژنې شميره ۱۵ سلنه کمه شوې ده.

د ملکي وگړو د وژنو ډيره برخه د ملگرو ملتونو په وينا د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله رامنځته شوې، خو وسله والو طالبانو د ملګرو ملتو دا ادعا رد کړې ده.

کندز چاودنې ۱۲وژلي

په نيمروز کې له دغو همغږو بريدونو وروسته د افغانستان په شمالي ولايت کندز کې يوې چاودنې لږ تر لږه ۱۲ کسه ووژل.

ځايي چارواکي وايي په دغه پېښه کې له ۳۰ ډېر نور ټپيان دي.

دوی وايي د وژل شويو ډېری يې ملکي وګړي دي.

د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ مسؤولين وايي بم په يوه موټر سايکل کې ځای پر ځای شوی و، او يوازې له روژه ماټي څو دقيقې وړاندې وچاودې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .