که وزيرستان کې عمليات وشي افغان غاړه يې هم کوي

د خپريدو وخت: 13:54 گرینویچ - جمعه 17 اگست 2012 - 27 زمری 1391

راپورونه وايي، په پام کې ده په نژدې راتلونکې کې د افغانستان پولې ته نژدې د پاکستاني طالبانو پر ضد د پاکستان د پوځ له خوا یو لړعملیات پیل شي.

افغان امنیتي چارواکي وايي، د هېواد سرحدي سیمو ته د پاکستاني طالبانو د ور اووښتو د مخنیوي لپاره یې چمتووالی نیولی دی.

چارواکي وايي، په پام کې ده چې پاکستاني ځواکونه د ډېورنډ د پولې په خپله غاړه کې عملیات پیل کړي، چې له امله ېې ښايي یو شمېر پاکستاني طالبان افغانستان ته د تښتېدو هڅه وکړي.

په پام کې ده چې ډېر ژر به د پاکستان پوځ د افغانستان او پاکستان په قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو او حقاني شبکې پر ضد عملیات پیل کړي.

افغان چارواکي په همدې ډول وايي، ښايي دغه عملیات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ او د پولې په دواړو غاړو کې په یوه وخت پیل شي.

راپورونه وايي، په پام کې ده په نژدې راتلونکې کې د افغانستان پولې ته نژدې د پاکستاني طالبانو پر ضد د پاکستان د پوځ له خوا یو لړعملیات پیل شي.

ویل کیږي، په دغه سیمه کې د حقاني شبکه هم مرکزونه او پټنځایونه لري، چې په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو پر وړاندې جنګیږي.

چارواکي د دغو عملیاتو د پېلېدو نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو وايي موخه یې د "پاکستاني طالبانو د پټنځایونو، روزنځایونو او وسله والو له منځه وړل دي".

د افغانستان د سرحدي پولیسو قوماندان ګل نبي احمدزی وايي، شونې ده دغه عملیات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ او د پولې په دواړو غاړو کې په یوه وخت تر سره شي.

"دغو عملیاتو د پېلېدو نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو وايي موخه یې د "پاکستاني طالبانو د پټنځایونو، روزنځایونو او وسله والو له منځه وړل دي"."

په همدې ترڅ کې چارواکو ته داسې اندېښنې هم پیدا شوي، چې د یادو عملیاتو له کبله ښایي پاکستاني طالبان افغانستان ته ور وا وړي او د دغه هېواد په سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شي.

خو له پاکستان سره د همپولې افغان ولایت نورستان د امنيې قوماندان غلام الله نورستانی وايي، افغان خاورې ته د پاکستاني طالبانو د ور ننوتو د مخنیوي لپاره یې چمتووالی نیولی دی.

پاکستان په داسې وخت کې د وسله والو پر وړاندې د عملیاتو د پیلولو لپاره چمتووالی ښوولی، چې په دې وروستیو کې د امریکايي چارواکو له خوا ورباندې په دې اړه ټینګار شوی دی.

تر دې وړاندې یو شمېر امریکايي چارواکو ویېلي وو چې حقاني شبکه په دغه سیمه کې مرکزونه لري او د پاکستان د امنیتي او څارګرو ادارو ځینې غړي په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو د تر سره کولو لپاره له دغې ډلې سره همکاري کوي.

خو پاکستاني چارواکو دغه تورونه له یوې مخې رد کړي دي.

پاکستان تر دې وړاندې هم څو ځلې په خپلو سرحدي سیمو کې د وسله والو د له منځه وړلو لپاره عملیات کړي، خو کومه مثبته پایله یې نه ده ورکړې.

دا ځل په ښکاره داسې ښکاري چې پاکستان غواړي د وسله والو د پټنځایونو، روزنځایونو او مرکزونو د له منځه وړلو په اړه جدي ګام پورته کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .