افغان ځوانانو د ازادۍ ورځ ولمانځله

د خپريدو وخت: 13:47 گرینویچ - جمعه 17 اگست 2012 - 27 زمری 1391

دغو ځوانانو د هېواد ستر بېرغونه په موټرو لګولي وو.

د افغان ځوانانو یوه ډله نن (جمعه، اګست ۱۷) د کابل ښار سړکونو ته را ووتل او د زمري د اته ویشتمې نېټې په درشل کې یې د خپل هېواد د خپلواکۍ ورځ ولمانځله.

دغو ځوانانو پر موټرنو د هېواد ملي بېرغونه لګولي وو او د لاسپیکرو له لارې یې هېوادنۍ ترانې غږولې.

د دوی په خبره، غواړي له دې لارې افغان ځوانان د خپلو ملي ارزښتونو په اړه خبر کړي.

افغانستان ۹۳ کاله پخوا د وخت له برتانوي حکومت څخه خپله خپلواکي تر لاسه کړې وه.

لسګونو افغان ځوانانو نن (جمعه، د اګست/۱۷) د کابل ښار پر سړکونو د هېواد د خپلواکۍ ورځ ولمانځله.

دغو ځوانانو د هېواد ستر بېرغونه په موټرو لګولي وو.

له فتح الله کلا سیمې یې یون پیل کړ او د نوي ښار پر سړکونو یې په موټرو کې د لګولو لاسپیکرونو له لارې هېوادنۍ ترانې غږولې.

په لارویانو یې د هېواد کوچني بېرغونه وېشل او د خپلواکۍ ورځ یې ور یادوله.

د دغې ډلې یو ځوان اجمل ساپی وايي، له دغه کاره یې موخه دا ده چې افغان ځوانان د خپلو ملي ارزښتونو په اړه وپوهوي.

ښاغلی ساپی وايي د دوی ډله یو خپلواک بنسټ دی او په کومې سیاسي ډلې پورې اړه نه لري.

افغانستان ۹۳ کاله وړاندې د غازي امان الله خان په مشرۍ له برتانیا خپله خپلواکي اخېستې وه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .