د نيمروز په ځانمرگو پېښو ايرانيان نيول شوي

د خپريدو وخت: 10:38 گرینویچ - جمعه 17 اگست 2012 - 27 زمری 1391

د دې پېښې ډېرى قربانيان هغه عام وګړي وو چې د اختر سودا يې کوله.

د افغانستان د ملي امنيت لوى رياست وايي هغه کسان چې په نيمروز ولايت کې يې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي، له ايران څخه راغلي وو.

دغه ډله ييز ځانمرګي بريدونه د سه شنبې په ورځ (اګست/۱۴) د زرنج ښار په بېلا بېلو سيمو کې ترسره شوي وو چې شاوخوا ٤٠ تنه په کې ووژل شول او تر ٨٠ نور ټپيان شول.

د دې پېښې ډېرى قربانيان هغه عام وګړي وو چې د اختر سودا يې کوله.

عمومآ د ځانمرگو بريدونه پړه وسله وال طالبان په غاړه اخلي خو پر دغې پېښې هغوى هيڅ ونه ويل، نه يې مسووليت ومانه او نه يې هم رد کړه.

په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست اوس يوه خبر پاڼه خپره کړې او وايي چې د دوى له خوا د نيول شوې ډلې د مشر ملا ستار په ګډون دوه ځانمرګي بريد کوونکي چې ايراني اتباع وو وژل شوي او درې نور ملګري يې نيول شوي دي.

دوى ادعا کوي چې نيول شويو کسانو کې ځينې د ايران د زابل ولايت د سوردغال سيمې اوسېدونکى او لږ تر لږه يو تن د ايران د بلوچستان د سيستان سيمې د شهرستان اوسېدنکى دى.

د ملي امنيت په خبرپاڼه کې راغلي چې موظفينو يې له دغو کسانو څخه ريموټ کنټرول او د چاودېدونکيو توکيو وسايل هم ترلاسه کړي دي.

دوى وايي په همدې ورځ د ځانمرګو بريد کوونکو د يادې ډلې پنځه نور غړي چې په واسکټونو، وسلو او مهماتو سمبال وو، د زرنج ښار په يوه کور کې پټ شوي وو، کله چې د خپلې ډلې د نورو کسانو له نيول کېدو او وژل کېدو خبر شول نو د امنيتي ځواکونو له وېرې په ډېرې وارخطايۍ سره يې د زرنج ښار په بېلابېلو سيمو کې پر ځانمرګيو بريدونو لاس پورې کړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې،د دوى په دې بريدونو کې د زرنج ښار لسګونه بې ګناه اوسېدونکي مړه او ټپيان شول.

نيول شويو کسانو ويلي ، چې لومړى ورته په ايران کې نظامي زده کړې ورکړل شوې او وروسته د ملا ستار په سپارښتنه د نورو ترهګريزو زده کړو لپاره پاکستان ته ولېږل شول.

د ملي امنيت په خبرپاڼه کې راغلي چې په پاکستان کې له ترهګريزو،ځانمرګيو او د واسکټونو د جوړونې تر روزنې وروسته له ملاستار سره يو ځاى د ځانمرګيو بريدونو ترسره کولو په موخه نيمروز ته راغلل او د زرنج ښار د خواجه کريم سيمې په يوه کرايي کور کې اوسېدل، خو له بريدونو مخکې د ملي امنيت د ځواکونو لخوا ونيول شول.

د افغانستان د ملي امنيت په خپله خبر پاڼه کې دا نه وايي چې دغه کسان د ايراني چارواکو له خوا روزل شوي او ليږل شوي او که په يوازې سر يې دا کار کړى دى.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .