طالبانو منلې چې کوڼر کې يې ملګري وژل شوي

د خپريدو وخت: 11:01 گرینویچ - شنبه‬ 18 اگست 2012 - 28 زمری 1391
کونړ

څو ورځې وړاندې د کونړ مرکز کې دوو پلي ځانمرګو درې امریکایان او یو ولسي وګړی ووژل.

د افغانستان په ختيځ ولایت کونړ کې سیمه ییزو چارواکو ویلي په چپه دره ولسوالۍ کې د ناټو بمبار لسګونه وسله وال وژلي دي.

د چپې درې امنیه قومندان نجیب الله وايي، د ده د معلوماتو له مخې، په دې برید کې شاوخوا ۵۰ طالبان وژل شوي دي.

د سیمې دوه اوسېدونکي دوست محمد او نعمت الله وايي سیمې ته تر برید وروسته ورغلل او په دوو- درو ګاډو کې یې د مړو ټوټې ولېږدولې:

''له بمبار وروسته سیمې ته ورغلو، هلته مو د مړو د بدن غړي او غاړۍ هرې خوا ته تیت پرک ولیدل. ټول مو راټول کړل او په ګاډو کې مو ولېږدول.''

سیمه ییز خلک وايي:

''دا طالبان د دې لپاره راټول شوي وو چې تېره ورځ په همدې کلي کې دوو کسانو په خپلو کې سره جنګ کړی و، یو یې وژلی و، یو زخمي وو، وژونکي په یوه کور کې محاصره وو، د مړو وارثینو قاتلین بهر ته نه پرېښودل، نن سهار لسګونه طالبان چپې درې ته طالبان راغلل، او غوښتل یې چې قاتلین ورسره بوځي او د شریعت مطابق یې محاکمه کړي.''

سیمه وال وايي، کله چې طالبان د چپې درې شیمیلي سیمې ته ورسېدل، یوه جومات ته څېرمه د دمې کولو پرمهال ناټو الوتکو څلور بمونه پرې را وغورځول.

د سیمې خلک وايي، معلومېږي چې لږ به په کې ژوندي پاتې وي.

د کونړ امنیه قومندان عوض محمد نذیر وايي ګڼ طالبان وژل شوي دي.

ځینې راپورونه وايي، چې د نیول شوو نهو قاتلینو له ډلې هم درې یا څلور کسان وژل شوي.

چپه دره نورستان ته جوخته پرته ده، یوازې د ولسوالۍ پر ودانۍ حکومت واکمن دی، او په نورو سیمو کې یې طالبان واک چلوي.

دغه ولسوالي د مرکز اسعد اباد په لوېديځ کې د نورستان له مرکز پارون سره نژدې موقعیت لري.

طالبانو اوس دا منلې چې ۱۳ ملګري يې وژل شوي او ۹ ټپیان دي.

د سیمه ییزو چارواکو ادعا دا ده چې ټول وژل شوي اورپکي دي، خو د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم نه شي ردېدلی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .