کابلیان وايي ښار کې يې سوالګر ډېر شوي

د خپريدو وخت: 18:12 گرینویچ - 19 اگست 2012 - 29 زمری 1391

خو په ۱۳۸۸ کال کې د ولسمشر کرزې د یو فرمان په اساس سوالګري منع کړای شوه.

په کابل ښار کې د سوالګرو شمېر مخ په ډېرېدو دی او کوم کمیسیون چې د دوی د راټولولو لپاره جوړ شوی و د بودجې د نشتوالي له امله یې چارې په ټپه درېدلي دي.

دغه سوالګر چې ډېری یې پاکستانيان دي د کابل ښاریانو لپاره یې ستونزې جوړې کړي او د خلکو په وینا د سوال تر څنګ غلا هم کوي.

د چارواکو په وینا یوازې درې سلنه سوالګر د مجبورۍ له مخې سوال کوي او پاتې نور مسلکي سوالګر دي چې د ځانګړو کړیو او لوړ پوړو چارواکو له خوا یې ملاتړ کیږي.

په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د بهرنیو سوالګرو شمېر ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی او د چارواکو په وینا ځکه یې مخه نه نیول کیږي چې ډېری دغه سوالګر د افغانستان قانوني ویزې لري.

خو په ۱۳۸۸ کال کې د ولسمشر کرزې د یو فرمان په اساس سوالګري منع کړای شوه.

دوه نیم کاله وړاندې د سوالګرو د راټولولو لپاره د ولسمشر په فرمان د کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو، عامه روغتیا وزارتونو او افغاني سره میاشتې ټولنې له غړو یو ګډ کمیسیون جوړ شو چې د ولسمشر دوېیم مرستیال یې مشري کوله او شاوخوا څلور زره سوالګر یې له کابله راټول کړل.

د دغه کمیسیون په جوړېدو سره په کابل کې د سوالګرو شمېر خورا کم شوی وو.

خو اوس د دونیمو کلونو په تېرېدو سره په کابل ښار کې سلګونه سوالګر لیدل کیږي چې د چارواکو په وینا لامل یې پر هغه کمیسیون چې د سوالګرو د راټولولو چارې یې ترسره کولې، د بودجې بندېدل دی.

د افغاني سره میاشتې د مرستونونو مسوول محمد ذاهد کوشان چې هغه مهال یې د سوالګرو د ټولولو دنده درلوده وویل، له مالیې وزارت سره یې خبرې روانې دي او د بودجې ترلاسه کولو سره به سم د سوالګرو د ټولولو بهیر بیا پیل کړي.

نوموړي دغه راز وویل، یوازې درې سلنه سوالګر د مجبورۍ له مخې سوال کوي او پاتې نور مسلکي سوالګر دي چې د ځانګړو کړیو او لوړپوړو چارواکو له خوا یې ملاتړ کیږي.

مالیې وزارت ته ورغلم تر څو په دغه کمیسیون د بودجې د بندیدو لامل پیدا کړم.

د دغه وزارت سلاکار نجیب الله منلي بیا راته وویل چې دوی یوازې وزارتونو ته بودجه ورکوي او د سوالګرو د راټولو لپاره د مالیې وزارت دغه کمیسیون ته کومه بودجه نده ورکړې.

خو په مالیې وزارت کې بیا ځیني چارواکي وايي چې د سوالګرو د راټولولو لپاره جوړ شوي ځانګړي کمیسیون ته د ولسمشر د فرمان له مخې د دغه وزارت له خوا په استثنایې توګه بودجه ورکړل شوې وه خو په دې خبر نه دي چې ولې پرې بودجه پرې شوې.

د دغې موضوع د سپیناوي لپاره مو څو ځلې له دغه وزارته وپوښال خو د دغه وزارت چارواکي حاضر نه شول چې په دې اړه کره معلومات راکړي.

بل خوا بیا د کابل ښار اوسېدونکي د بهرنیو سوالګرو له ډېرېدو سر ټکوي او وايي دوی هم ورنه غلا کوي او هم پېرېدونکي سودا کولو ته نه پرېږدي.

ځینو خلکو سره دا اندیښنه هم شته چې پاکستاني سوالګر د هیواد د امنیت لپاره یو ګواښ دی او باید مخه یې ونیول شي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، بهرني سوالګر د ویزې په اخیستو سره افغانستان ته راځي او د امنیت لپاره کوم ګواښ نه بلل کیږي.

نوموړی دغه راز وايي، سوالګري د ولسمشر د فرمان له مخې جرم بلل کيږي او دوی به په راتلونکې کې ټول سوالګر له ځینو نورو حکومتي بنسټونو سره په همغږی غونډ کړي.

سره له دې چې افغاني سره میاشت او د کورنیو چارو وزارت هیله ښيي چې په نژدې راتلونکې کې به سوالګر له ښاره ټول کړای شي خو د سوالګرو د ټولولو د ځانګړي کمیسیون د بودجې په اړه د مالیې وزارت چارواکو بې خبرۍ ته په کتو سره کېدای شي د اوږدې مودې لپاره د سوالګرو د ټولولو چارې همداسې په ټپه ولاړې وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .