رهين: د شفیق مريد کنسرت د ځانمرگو له ډاره ونه شو

د خپريدو وخت: 12:49 گرینویچ - سه شنبه 21 اگست 2012 - 31 زمری 1391

شفیق مرید ویلي و کنسرت یې د امنيتي دلايلو له امله نه بلکې په نورو دلايلو بند شوى دى

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير مخدوم رهين ادعا کوي چې په هرات کې د افغان سندرغاړي شفیق مريد د کنسرت لغوه کېدل د مذهبي علماو په غوښتنه نۀ بلکې د امنيتي گواښونو له وېرې شوي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير مخدوم رهين له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې په هرات کې د شفيق مريد پلان شوى کنسرت د امنيتي گواښونو له امله وځنډول شو.

د هرات سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د ملایانو له نیوکو وروسته د دوی پلویانو د شفیق مرید د کنسرت د لغوه کېدو لپاره راغونډ شوي وو.

د اختر په دريمه ورځ د هرات په لوبغالي کې د شفیق مريد کنسرت پلان شوى و خو يوه ورځ وړاندې رپوټونه خپارۀ شول چې ځايي مذهبي علماو ورسره مخالفت کړى او کنسرت يې لغوه کړى دى.

خپله سندرغاړي هم په يوه مرکه کې ويلي و چې دا کنسرت د امنيتي دلايلو له امله نه بلکې په نورو دلايلو پرې بند شوى دى. ښاغلي مرید ویلي چې د خپل ځان، خلکو او په ځانګړې توګه د هرات له خلکو بښنه غواړي.

نوموړي دا هم ویلي که چېرې د خپل ځان غم ورسره وای، دا کنسرت به یې ارو مرو جوړ کړی وای، خو زیاتوي چې ګڼو خلکو یې د کنسرت د مخنیوي لپاره راوتلي وو.

خو له کابله په خبرو کې د اطلاعاتو او کلتور وزير مخدوم رهين وويل چې دا د مذهبي علماو غوښتنه نه وه بلکې د ځانمرگو بريدونو له وېرې کنسرت لغوه شوى دى.

ښاغلي رهين ويل چې دا کنسرت د دۀ وزارت نه و پلان کړى.

د هرات په بازارونو کې د روژې د مياشتې په وروستيو کې ځينې چاودنې وشوې چې ملکي وگړي يې ټپيان کړي وو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .