وسله والو د کندهار پنجوايي پوخ سړک ړنګ کړی

د خپريدو وخت: 11:03 گرینویچ - چارشنبه 22 اگست 2012 - 01 وږی 1391
سړک

وسله والو طالبانو په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار سیمه ییزو چارواکو ویلي چې وسله والو طالبانو پنجوايي ولسوالۍ کې کریړ شوی پوخ سړک اړولی او ترې لاندې یې ماینونه خښ کړي دي.

سیمه ییزو خلکو ویلي طالبانو دوی اړ کړي چې د سړک په اړولو کې مرسته ورسره وکړي.

ویل کېږي چې د پنجوايي اړول شوی پوخ سړک له امریکايي پوځي اډې ایله څو کیلومتره لیرې دی.

که څه هم امریکايي اډلې پخپله فضا کې کامرې لرونکي بالونونه لري او هرڅه څاري، خو دا پوښتنه راپیدا شوې، چې د سړک اړوونکي یې ولې نه دي موندلي.

دغه نوی جوړ شوی سړک د پنجوایي بازار او سپیروان سیمه سره نښلوي. د پنجوایي ولسوال حاجي فضل محمد اسحق زی وایي وسله والو مخالفینو د کلي اوسېدونکي اړیستي چې په ډله ییزه توګه د تراکتورونو څخه په ګټه اخیستنې د سړک څو برخې واړوي چې هره اړول شوې برخه له یو بل سره نژدې سل متره واټن لري او بیا وروسته ماینونه په کې ځای پرځای شوي دي.

ښاغلی اسحق زی وایي تر دې مهاله په الماړې، اکبر، یخ څاه، دستګیري ښوونځي او د نجات پوستې په کلیو کې شاوخوا شپږو مترو په اندازه پوخ سړک ویجاړ شوی.

دی وایي دا کار په سیمه کې د ځایي قومندانانو په لمسون شوی دی.

"د سیمې اوسېدونکي دغه کار غندي او وایي دغه کار په لږ وخت کې نه دی شوی او ځایي پوستې تورنوي چې له دغو کسانو سره همکاري لري."

کابو شپږ مياشتې وړاندې دغه سړک د مېشتو بهرنیو ځواکونو له لوري په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی وو چې د اوسېدونکو په خبره دوی یې له ګڼو اسانتیاوو برخمن کړي و.

د سیمې اوسېدونکي دغه کار غندي او وایي دغه کار په لږ وخت کې نه دی شوی او ځایي پوستې تورنوي چې له دغو کسانو سره همکاري لري.

خو د کندهار چارواکي دا تورونه نه مني او وایې د اختر په شپو ورځو کې پوستې په نورو برخو کې په دندو وې.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل بي بي سي ته ویلي چې خلکو دوی ته پر وخت خبر نه دی ورکړی چې د دغه کار په پیل کې یې مخه نیول شوې وای.

کمزوری حکومت

د عبدالله په نامه د سیمې یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل: ''حکومت باید د ړنګ شوي سړک غم وخوري، دا د ټول هېواد په زیان دی. چې حکومت خپل سړک نه شي ساتلی، په کمزورۍ یې دلالت کوي.''

عبدالله وايي، سړک د هېچا شخصي کېدلی نه شي، بلکې پر سړک طالب، حکومت او عام وګړي ټول تېرېږي.

دی زیاتوي چې د سړک او عام المنفعه ځایونو د ساتنې لپاره باید حکومت او ولس لاسونه سره یو کړي.

د سیمې خلک وايي، د دغه پاخه سړک تر جوړېدا مخکې دوی له رنګارنګ ستونزو سره مخامخ و، خو د سړک په جوړېدو یې ډېرې ستونزې حل شوې.

"د 'مجاهدینو' د واکمنۍ او کورنیو جګړو پرمهال ځینو وسله والو ډلو د برېښنا له ستنو نیولې، برېښناکوټونه، سړکونه، پلونه، سړکونه او د عامه ګټې اخیستنې ځایونه الوځول. "

وسله والو طالبانو په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی.

وړاندې د طالبانو دلیل دا وو چې ګني پاخه سړکونه د ناټو او افغان ځواکونو د خوځښت کچه راټيټوي، او وسله وال طالبان په اسانۍ سره نه شي راګیرولی.

د افغانستان په ډېری سیمو کې د طالبانو له لوري د عام المنفعه بیارغونې د چارو مخه ډب شوې ده.

همداراز، د هېواد په ځینو برخو کې وړاندې د سړک جوړونې کار کوونکي تښتول شوي او وژل شوي دي.

د طالبانو له واکمنۍ وړاندې، د 'مجاهدینو' د واکمنۍ او کورنیو جګړو پرمهال ځینو وسله والو ډلو د برېښنا له ستنو نیولې، برېښناکوټونه، سړکونه، پلونه، سړکونه او د عامه ګټې اخیستنې ځایونه الوځول.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .